د لاس رسي وړ اتصالات

د عبدالله ویاند، ولسمشر غني په یو اړخېزو پریکړو تورن کړ


محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځګړتوب، د ملي یوالي حکومت جوړ کړ او واک یې ووېشه.
محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځګړتوب، د ملي یوالي حکومت جوړ کړ او واک یې ووېشه.

د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ د نویو اختلافاتو ګنګوسو بیا زور اخیستی او د ملي دفاع وزارت ته نوماند یي په شا کړ.

د افغانستان حکومت د اجرايي رئیس مرستیال ویندوی، آصف اشنا، امریکا غږ اشنا ته وویل چې د داکټر عبدالله لوری د ولسمشر محمد اشرف غني د "یو اړخیزو پریکړو" له کبله ناراضه دی. ښاغلي اشنا دغه راز ولسمشر غني د هغه سیاسي تړون په سرغړونې تورن کړ چې پر بنسټ یې د افغانستان د ملي یووالي حکومت جوړ شو.

د ښاغلي عبدالله دغه ویاند وویل "ولسمشر غني، د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون څوکۍ ته چې کوم کس – شکریه بارکزۍ- انتصاب کړې وه، په هغه لست کې شامله نه وه چې، دواړو خواوو پرې بحث کړی و، دا په ښکاره د شوي سیاسي تړون له اصولو سرغړونه ده".

ښاغلي اشنا همدغه راز ولسمشر غني تورن کړ چې د خپل سیاسي شریک عبدالله عبدالله نظر ته یې درناوی نه دی کړی او د هغه له توافق پرته یې د دفاع وزارت ته نوماند وټاکه.

ده وویل "د سیاسي توافق له مخې، سیاسي مشران اجازه نلري د هغو مهمو مسایلو په اړه چې پر ملي ګټو او سیاسي ثبات تاثیر لري، یوه اړخیزه پرېکړه وکړي. مشرانو، د دفاع وزارت رهبریت ته، د ښاغلي لودین د نوماند کېدو په اړه جدي بحثونه وکړل خو توافق نه و شوی، ولسمشر غني د اجرايي ریس له توافق پرته، هغه ونومه چې دغه کار د ښاغلي عبدالله له کلک او جدي مخالفت سره مخامخ شو او بلاخره هغه –افضل لودین – اړ شو چې له نوماندۍ تیر شي".

ښاغلي اشنا په خپلو خبرو کې په وار وار ولسمشر غني تورن کړ چې د اجرايي ریاست له مشورو او هوکړې پرته پرېکړې کوې. تراوسه جمهوري ریاست د اجرايي ریاست د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

لودین او بارکزۍ

د ملي دفاع وزارت ته د ولسمشر پخواني نوماند، افضل لودین، د چهارشنبې په ورځ له خپلې نوماندۍ لاس په سر شو. ښاغلي لودین په یوه ویډیوي پيغام کي وويل چې د هیواد ملي ګټو ته د درناوي له کبله له خپلې نوماندۍ لاس اخلي.

آصف اشنا، د ډاکټر عبدالله ویاند، وویل چې اجرایي رئیس د ښاغلي لودین له نومولو سره کلک مخالفت درلود.

داکټر عبدالله د چهارشنبې په ورځ بیله دې چې د افضل لودین نوم واخلي وویل " هغه کسان چې شل او یا هم تر شلو کلونو مخکې موده کې یې، ستر بشري جنایتونه کړي دي، پر خپلو جنایتونو افتخار کوي او خپل جنایتونه توجیه کوي او فکر کوي چې په دې ټولنې کې ځای لري او کوم مقام او څوکۍ به ترلاسه کړي، خوب ګوري. زموږ د بخښنې او انتقام نه اخیستلو حس او درک، په دې مانا نه دی چې هر جنایت کار دې راشي، د ملت ارښتونو، ارمانونو او پاڅونونو سپکاوی دې وکړي. "

د ولسي جرګې غړی نادر خان کټوازي امریکا غږ ته وویل "د جنرال صاحب لودین د پخوانۍ سابقې له کبله، ځینو جهادي کړیو پر ولسمشر فشارونه زیات کړل، چې بلاخره جنرال صاحب لودین له کاندیداتورۍ لاس په سر شو".

شکریه بارکزۍ چې د افغانستان د ولسي جرګې غړې او په تېرو ټاکنو کې د اشرف غني ملاتړې وه، د ولسمشر لخوا د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون مشره ټاکل شوې ده.

خو اجرایي ریاست لدغې ټاکنې سره هم کلک مخالفت څرګند کړی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG