د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې اته تنه بهرني ډاکټران وژل شویدي


د عیسوي مذهب یوې نړیوالي خیریه مؤسسې نن د شنبې په ورځ ویلي دي چی یاغیانو د افغانستان د شمال کي په یوې ګوښه سیمې کي ددغي مؤسسې د طبي هیات لس تنه غړي وژلي دي.

پدې هیات کي شپږ تنه امریکایان وو.د نړیوالو مرستو د هیات رئیس ډرک فرانز وویل چی دطبي چارو دغه کارکونکي په نورستان کي د سترګو په یوه کلینیک کی د کار کولو نه وروسته بیرته کابل ته راروان وو.

طالبانو ویلي دي چی دغه ډله خلک دوی وژلي دي.پدې ډلې کې یو جرمنی، یوه برتانوې میرمن او دوه افغان ژباړونکي شامل دي.

د طالبانو نطاق ذبیح الله مجاهد خبري آژانسونو ته وویل چی ددغي ډلي غړو د عیسوي مذهب تبلیغات کول.مګر فرانز دا تور رد کړیدی. دوه نور افغانان چې د دې ډلې سره ملګري وو، تښتیدلي دي او یوه

یې ویلي دي چی دی زه ځکه ژوندی پاته شوم چې د قرآن شریف قرات مې کاوه او ورته ومي ویل چی " زه مسلمان یم، مه مي وژنۍ. "

په مخکنیو رپوټونو کي د محلي چارواکو له قوله ویل شوي وو چی په شپږو جرمنیانو او دوو امریکایانو باندي د بدخشان د ولایت په ګڼ ځنګله کي حمله شوې او وژل شوي دي.

دغې ډلې فکر کاوه چې که د بدخشان د ولایت له لارې تیر شي نو لاره به یې محفوظه وي.

مګر د سیمی د پولیسو قوماندان وویل چی کلیوالو دغي ډلي ته خبرداری ورکړی و چی په بدخشان کې دې د هغه ځنګل چې دوي پکې تیریدل، نه ځي ځکه چې دا ځڼګل ډیر خطر ناک دی. د وژل شویو کسانو مړي چی د توپکو مرمۍ یې خوړلي وې، پرون د جمعې په ورځ پیدا شويدي.

XS
SM
MD
LG