د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي او اوباما د افغانستان په اړه خبرې کړیدي


د امریکا جمهوررئیس براک اوباما او د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي موافقه وکړه چی دواړه ملکونه باید پر طالبانو باندي خپل فشار اچولو ته دوام ورکړي، د تروریزم سره وجگیږي او د افغانستان خلک وساتي.

د سپیني ماڼۍ په یوه بیانیه کي ویل شوي دي چی دواړو مشرانو پرون د جمعې په ورځ د ویډیویي کنفرانس له لاري خبري سره وکړې او په یو لړ مسالو باندي یې بحثونه وکړل چی د افغانستان راتلونکي پارلماني انتخابات، د رشوت خورۍ او اداري فساد ضد فعالیتونه او د ملکي خلکو د تلفاتو مخنیوي په کي شامل وو.

سپیني ماڼۍ وویل چی په افغانستان کي د امریکا سفیر کارل ایکینبیري او په افغانستان کي د امریکا او ناتو د قواو عمومي قوماندان جنرال ډیویډ پیټریاس هم په دې ویډیویی کنفرانس کي چی د کابل نه خپور شو، برخه اخبستې وه.

له بلي خوا د ناتو یو عسکر نن د افغانستان په جنوب کي د یاغیانو په یوه حمله کي وژل سوی دی.

XS
SM
MD
LG