د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې پنځه امریکایي عسکر وژل شویدي


د ناتو مامورین وایی چی د افغانستان په جنوب کي چی نړۍ والو قواو د طالبانو سره جگړه سخته کړې، د بمونو په دوو بیلو بیلو چاودنو کي پنځه امریکایي عسکر وژل شوي دي.

نړۍ والو امنیتي مرستندویو قواو نن د شنبې په ورځ وویل چی څلور عسکر په یوه چاودنه کي او یو بل تن په بله چاودنه کي وژل شویدی.

ددې حملو په باب چا څه نه دي ویلي چی چا کړي دي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون پرون وویل چی د افغانستان د حکومت دا پلان چی غواړي تر ٢٠١۴ کال پوري د ملک امنیتي چاري په خپله غاړه واخلي، حکومتي چاري بهتره کړي او د رشوتخوري او اداري فساد سره مبارزه وکړي، یو اوږد مبارزوي جریان دی.

هغه دا خبره د ملگرو ملتو د امنیت شورا ته هغه وخت وکړه چی په کابل کي یې د افغانستان د راتلونکې په باب د بسپنه ورکونکو ملکونو اومؤسسو د کنفرانس په هکله معلومات ورکول. بان کي مون په ښاغلي حامد کرزي برسیره ددې کنفرانس بل رئیس و.

د ښاغلي بان کي مون یوه نطاق ( مارتین نیسیرکي ) وویل چي ښاغلی بان ددې غونډي فیصلو هڅولی دی، مگر هغه وویل چی هغه څه چي ویل سوي دي هغه باید چی هم د افغان د حکومت له خوا او هم د نړۍ والي ټولني له خوا عملي شي.

XS
SM
MD
LG