د لاس رسي وړ اتصالات

افغان څیړنیز مرکز: دایمي اډې جوړول لانجمن کار دی


افغان څیړنیز مرکز: دایمي اډې جوړول لانجمن کار دی

افغان څیړنیز مرکز: دایمي اډې جوړول لانجمن کار دی

څیړونکي وايي په افغانستان کی د امریکې د پوځي اډو جوړول ددې هیواد د تجزیې ویره رامنځته کوي. له بلې خوا د افغانستان ډیری لیرې او نږدې ګاونډي هیوادونه ددې کار په خلاف دي. ددې ستونزی د حل لپاره د افغانستان ځینی بنستونه افغان دولت ته وړاندیزونه لري.

افغان څیړنیز مرکز په دې آند دی چی له امریکی سره د ستراتیژیکو اړیکو د درلودلو تر تولو لویه موخه په دې هیواد کې د امریکې د پوځي اډو جوړیدل دي. خو ددې څیړنیز مرکز د مشر غلام جیلانی ځواک له نظره ددې اډو جوړیدل به افغانستان لپاره د ګاوندیو ملکونو سره په اړیکو کې سترې لانجې او ستونزې را منځته کړي.

افغان څیړنیز مرکز په دې اړه تصمیم نیونه د افغانستان لپاره یو تاریخي او ګران کار ګڼي.

ښاغلی ځواک وایي دا سمه ده چی امریکا په افغانستان کې ددې اډو په جوړولو سره ځانته سیاسي او اقتصادي مهم اهداف لري لکه د انرژﺉ زیرمو ته لاس رسی او په سیمه کی د چین د پرمختګ مخنیوی. خو ددi له نظره د امریکې دا ګټې به د افغانستان لپاره ځینې ستونزې هم را منځ ته کړي.

له بلی خوا د ښاغلی ځواک په وینا د سیمی هیوادونه لکه پاکستان، چین، روسیه او آن هندوستان ددې اډو د جوړونې پر خلاف دي. له بلې خوا په کور دننه هم ددې موضوع په اړه یو مشخص دریځ لا تر اوسه نشته چې د پوځي اډو د جوړونې په اړه د بیلابیلو او سره ورته نظریاتو شتون دا مهمه موضوع لا هم کړکیچنه کوي.

افغان څیړنیز مرکز وړاندیز کوي چې تر تولو ړومبی باید په دې اړه یو ملي دریځ رامنځته شي او ددې کار لپاره په کار دي چې یوه ملي غونډه جوړه شي او په نړیواله کچه هم باید د ګاونډیو هیوادونو په ګډون سره یو نړیوال کنفرانس وشي.

غلام جیلاني ځواک وایي دا مهال په افغانستان کې ځینې داسې کړۍ هم شته چې په ښکاره ددې هیواد د تجزیې او د سیمې د جغرافیایي بدلون خبرې کوي.

ښاغلي ځواک د افغانستان د تغییر او امید د ایتلاف، د افغانستان د امنیت پخواني رییس امر الله صالح او د بلخ والي عطا محمد نور په دې تورنوي چې د بې مسولیتۍ له مخې د هیواد د تجزیې خبرې کوي او دا ښایي چې ددې کړیو تر شا د بهرنیانو لاسونه شته.

له بلې خوا د افغان څیړنیز مرکز په وینا د هند او پاکستان لومړي وزیرانو افغانستان ته په سفر کې د یو بل پر خلاف لکه د تیر هسې موقف نه درلود بلکه دواړو هیوادو غوښتل چې دوستانه او ښې اړیکې او مناسبات ولري نو دا ددې ښکارندوی دی چې دا هیوادونه هم په سیمه کې د امریکې اوږد مهالی شتوان ددې هیوادونو لپاره یو ګواښ ګڼي او تر ډیره هڅه کوي چی دا ضرورت پیښ نه شي.

افغان څیړنیز مرکز ټینګار کوي چې په دې هکله دې د طالبانو سره هم خبرې اترې وشي او هغوی ته دا پوهاوی ورکړای شي چې په افغانستان کې د جګړې اوږدول به کومې پایلې ولري.

XS
SM
MD
LG