د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا او افغانستان خپل دوه ا ړخېز کومېسېون پېل کړې دې


کراکر: په بن کې دپاکستان نه ګډون ددغه هیواد په تاوان دی

کراکر: په بن کې دپاکستان نه ګډون ددغه هیواد په تاوان دی

امرېکا او افغانستان دهغې ستراتېژېکې موافقې له امله خپل دوه ا ړخېز کومېسېون پېل کړې دې چې د سږکال په اولو وختونو کې لاسلېک شو.

دامرېکا د بهرنېو چارو وزېرې هېلري کلنټن نن د چارشنبې په ورځ دافغانستان دبهرنېو چارو له وزېر زلمي رسول سره دبهرنېو چارو په وزارت کې خبرې وکړې. هېلری کلنټن خپلې خبری داسی پېل کړلی.
"... سهار مو په خېر، اجازه راکړۍ چې تاسو ټولو ته د امرېکا د بهرنېو چارووزارت په وزارت کې دامرېکا او افغانستان ددوه اړخېزو کومېسېون د پېل کولو او دلته دراتللو هرکلې وواېم . دادبنجامېن فرانکلېن خونه ده. زه غواړم چې دخپل همکار اوملگری دافغانستان د بهرنېو چارو دوزېر رسو ل او له افغانستان څخه د ټو لو مېلمنو، مننه وکړم چی په دغه مهم هېئت کې راغلی دي."

دامرېکا متحده اېالات وايي افغانستان ته تعهد لري او دامنېتي مسوولېتونو سپارلو بهېر په سمه توگه جرېان لري که څه هم په دې وروستېو شپو ورځو کې ېوڅه داسی ستونزې پکې موجودې وې چې پرمختگ ېې گران کړی و.

دامرېکا د بهرنېو چارو وزېرې هېلری کلنټن د چارشنبې په ورځ وویل که څه هم پخوا په تېرو څو مېاشتو کې ېوڅه موانع موجودې وې او په آېنده کې هم گرانی شپې ورځی په مخکی دي خو دواړه ملتونه به په گډه کار وکړي چې دافغانستان دخلکو لپاره ېوخوندي او مصونه اېنده تامېن کړي.
هغې دستونزو په برخه کې مشخصې خبرې ونکړلې، خو ېوشمېر خونړي بریدونه پرنړېوالو قواو باندی، دهغوي د افغان انډېوالانو له خوانه په انفرادی توگه وشول.
XS
SM
MD
LG