د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان امریکا د دوستی بنیاد د معارف په برخه کې


د افغانستان امریکا د دوستی بنیاد د معارف په برخه کې
د افغانستان امریکا د دوستی بنیاد د معارف په برخه کې

افغان امیریکن فریندشیپ یا د افغانستان امریکا د دوستی بنیاد د تیرو څو کلونو راهیسی په افغانستان کی د معارف په برخه کی کار کوی دا بنیاد هر کله د امریکا د عامو خلکو او دولت همدا شان د هغو ماشومانو له کورنیو نه پیسی را ټولوی چی په ښونځیو کی زده کړی کوي.

دا ځل بیا دې موسسې د مزار شریف ښار د نجونو د یو ښونځی ودانی جوړه کړی پدی ودانی دری نیم سوه زره امریکایی دالره لګېدلي دي

دا د ام البلاد د نجونو ښونځی ده چی د مزار شریف ښار شمالی لورته موقعیت لری د بلخ ولایت د معارف ریس قیس مهرآیین پدی اړه وایي:

موږ دلته د ام البلاد د نجونو د ښونځی د پرانیستی شاهد یو ددی ښونځی دری زره تنه زده کونکی د مختلط ښونځی کی د هلکانو سره یو ځای درس ویلی نن د نجونو د مستقل ښونځی د پرانیستی شاهد یو اوس پدی ښونځی کی تر دری زرو زیات زده کونکی زده کړه کوی چی دا ښونځی څلور ویشت درسی خونی لری د افغانستان امریکا د دوستی د بنیاد لخوا جوړشوی او درسی سوه شپږ پنځوس زره امریکایی دالره پری لګښت شوی دی.

یو زده کوونکی: مخکی په کوم ښونځی کی چی مونږه زده کړه کوله هیڅی مو نه درلودل حتی یوه خیمه مو نه درلوده پنه آزاده هوا کی د میدانو پر مخ مو په یخنی او تودوښه کی سبق وایه.

د سیمی یو اوسیدونکی داسی وایی : ډیر یو ښه کار وشوی زمونږ د اولادنو لپاره ښونځی جوړ شو مخکی دا ماشومانی ډیری په اعذاب وي. په ډیرو ګرمیو کی به یی د میان پر مخ زده کړه کوله او وروسته لدی خو هوا ډيره تودیږی او په میدانونو درس ویل له امکانه لری کیږی

د ام البلاد د نجونو ښونځی یوه معلمه وایي: دا چی یو آرامه محیط د زده کونکو پر روحیه ډیره اغیزه کوی مخکی زمو ږ زده کونکو په آزاده فضا کی درس ویل چی نه شو کولای سم سبق زده کړی وروسته لدی به دا زده کونکی اوس مهال ډیر په هوساینی سره زده کړی کولای شي.

افغان امیریکن فرند شیپ د ښونځیو د ودانونو او بیا رغاونی تر څنګ د افغانستان د معارف لپاره هر ډول مرستې کوي.

XS
SM
MD
LG