د لاس رسي وړ اتصالات

په غزنې کې چاودنې، واده ته روان ملکیان ووژل


د غزني د والي ویاند شفق ننګ ویلي دي په چاودنې کې اووه ښځې او درې ماشومان هم شامل دي .
د غزني د والي ویاند شفق ننګ ویلي دي په چاودنې کې اووه ښځې او درې ماشومان هم شامل دي .
د غزني ولایت چارواکي وايي د سړک غاړي ماین یوې چاودنې په دوو ګاډو کې سپاره ۱۲ ملکیان وژلي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

افغان چارواکي وايي دغه کسان په دوو ګاډو کې یو واده ته پر لار و چې د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې پرې چاودنه وشوه .

د غزني د والي ویاند شفق ننګ ویلي دي پېښه د شنبې په سهار ( مۍ ۳۱) رامنځ ته شوې ده چې په خبره یې په وژل شویو کې اووه ښځې او درې ماشومان هم شامل دي .

تر اوسه هېڅ یوې ډلې یا کس د دغه برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی .

په افغانستان کې د سړک د غاړې بمونو، ولسی خلکو او امنیتی ځواکونو ته ستونزې پیدا کړي دي ، چې وخت ناوخت یې له کبله د سر زیان هم ویني .

تېر کال هم د غزني په اندړو ولسوالۍ کې په د واده د ورا پر ګاډي په سړک غاړې ماین په یوې ورته چاودنې کې لږ تر لږه شل ولسي وګړي ووژل شول چې، ښځې او ماشومان هم په کې و .
XS
SM
MD
LG