د لاس رسي وړ اتصالات

یونېسف: د افغان ماشومانو مرګ ژوبله ٣٠٪ زیاته شوې ده


یو پلار خپل ژوبل شوی ماشومان په غېږ کې نیولی دی. تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی دی .

یو پلار خپل ژوبل شوی ماشومان په غېږ کې نیولی دی. تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی دی .

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یونیسف اداره وايي د ۲۰۱۲ کال په پرتله په ۲۰۱۳ کال کې د ماشومانو مرګ ژوبله دېرش فیصده زیاته شوې او د تېر کال په تاوتریخوالي کې ۱۶۹۴ افغان ماشومان وژل شوي او ژوبل شوي دي چې دغه شمېر په ۲۰۱۲ کال کې ۱۳۰۴ و.

د یونېسف ویاند عبدالعزیز فروتن امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل چې دا مهال دوی د ۲۰۱۴ کال پر راپور برابرولو بوخت چې د همدغه په پای کې به یې اعلان کړي .

ښاغلي فروتن د دغو ماشومانو د مرګ ژوبلې ډېره پړه د افغان حکومت پر وسله والو طالبانو ور واچوله " دغه افغان ماشومان تر ډېره د سړک غاړې ماینونو په چاودنو او د وسله والو طالبانو په نورو بریدونو کې وژل شوي او ژوبل شوي دي، د افغان سرتېرو او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې هم افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده."

ښاغلي فروتن وویل ماشومانو ته ډېره مرګ ژوبله د افغانستان په ناامنو ولایتونو په خاص ډول جنوبي سیمو کې اوښتې ده .

ده د جګړې پر ښکیلو غاړو غږ وکړ چې په خپلو بریدونو او عملیاتو کې د ماشومانو او نورو ملکیانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي " موږ له ټولو ښکیلو غاړو، طالبانو، افغان پوځ او نړیوالو ځواکونو غواړو چې په خپلو جنګي تکتیکونو له سره کتنه وکړي، تر هر پوځي اقدام د مخه باید ځانونه ډاډه کړي چې ماشومانو او نورو ملکیانو ته زیان نه رسیږي."

ښاغلي فروتن وویل هغه کسان چې د ماشومانو په مرګ ژوبلې کې ښکیل بلل کیږي، دوی یې لومړی په خپل تورلست کې داخلوي او بیا هڅه کوي چې یا په مخامخ او یا هم په نامخامخ ډول ورسره خبرې هم وکړي .

ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف په دې اړه یو اوږد راپور هم خپور کړی دی .

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.

XS
SM
MD
LG