د لاس رسي وړ اتصالات

دکابل په ېوه مېلمستون باندی په ځان مرګه برېد کې دوه کسان ووژل شول


افغان پولېس وايي، دکابل په مرکزی برخه کې په ېوه ځان مرګه برېد کې ، چې په ېوه مېلمستون باندی وشو، لږ تر لږه دوه کسان ووژل شول. له دغه مېلمستون نه ېوې خارجي کمپنۍ چې امنېتی خدمتونه سرته رسوي، کار اخېست.

طآلبانو ددغی حملی مسوولېت په غاړه اخېستی دی. د جنايي تحقېقاتو رئېس عبدالغفار سېد زاده ووېل چې دوه حمله کوونکو د سه شنبی په ورځ وروسته له هغه نه چې کوشش ېې وکړ، د کابل د تېمنی په واټ کې دغه مېلمستون ته ورننوزی، ځانونه په بم والوزول. دوه ملکی موټروانان په دغه چاودنه کې ووژل شول او ېوساتونکی زخمی شو. د پیښې پر وخت حاضرو کسانو ویلي دي چې اوله کې ېې ډزی واورېدلې او بېا وروسته ورپسې ېوه غټه چاودنه وشوه.

د سه شنبی په ورځ باندی داحمله په داسی وخت کې پېښه شوه چی د جمهوررئېس کرزی نطاق وحېد عمر ووېل چې حکومت په ېوه داسی پلان باندی کار کوی چې هغه ټولی افغان او نړېوالی امنېتی کمپنۍ چې په هېواد کې کار کوی بندی کړی. دا اقدام د ښاغلی کرزي په هغه پلان پورې اړه لری چې وايی افغان قواوې به له نړېوالو قواو نه امنېتي چارې اومسوولېتونه په غاړه واخلي.

وحېد عمر خبرېالانو ته د سه شنبی په ورځ ووېل چې جمهوررئېس کرزی دناټو له نظآمی چارواکېو سره په ملاقات کې په همدغه پلان باندی بحث کړېدی. د وحېد عمر په قول داپلان چې په هرقېمت چی وی عملی به شی. د جمهوری رېاست نطاق وحېد عمر ووېل اوس په هېواد کې ۴٠ زره شخصی امنېتی پرسونل کار کوی او دهغوی ځای به دافغانستان امنېتی قواوی ونېسی. خو ددی کار لپاره وروستۍ نېټه نده ټاکل شوی.

که څه هم د کابل دامنېت لپاره کلک امنېتی ګامونه اوچت شوېدي او هرې خواته د پولېسو امنېتی پوستې دي، خو جګړه ماران اوس هم کولی شی چې په کابل کې حملې وکړي.

ېوه ځان وژونکی په کابل کې د جولای په ١٨مه باندی دری افغانان په ېوه حمله کې ووژل. تردی برېد څوورځی وروسته په کابل کې، د بسپنه ورکوونکېو، ېوغټ نړېوال کنفرانس جوړېده. تردی مخکی ېاغېانو د جون په مېاشت کې د سولی پرېوه سترکنفرانس باندی دراکټ ډزی کړی وی او کنفرانس مرکز ته نېژدی لګېدلی وی.

XS
SM
MD
LG