د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د هزاره ګانو او کوچینانو ترمنځ شخړې شوي


په کابل کې د هزاره ګانو او کوچینانو ترمنځ شخړې شوي
په کابل کې د هزاره ګانو او کوچینانو ترمنځ شخړې شوي

افغان چارواکي وایی چی د مخالفو قومي ډلو ترمنځ په کابل کي شخړي شوي، یو تن په کي وژل شوی، څو نور زخمي شوي دي.

عیني شاهدان وایی چی دا شخړي نن د جمعې په ورځ په کوټه سنگي کي هغه وخت شروع شوې چی د ځمکي په سر د هزاره گانو او کوچیانو تر منځ جنجال راپیداشو.

هزاره گانو ددغو کوچیانو څو د خټو کورونه ونړول او وروسته افغان پولیس او عسکر صحنې ته راورسیدل او مداخله یې وکړه.

ددې شخړو نه وروسته یوې ډلي هزاره گانو احتجاجي مظاهره وکړه او په امنیتي قواو باندی یې تور ولگاوه چی په دوی باندي یې ډزي وکړې.

د کوچیانو او هزاره گانو ترمنځ عموما د افغانستان په مرکزي سیمو کي کله چي کوچیان د یوې سیمي نه بلي ته کوچ کوي شخړي او جگړې پېښېږي.

جمهوررئیس حامدکرزي څو میاشتي مخکي یو فرمان صادر کړ او په هغه کي یې کوچیان دې ته هڅولي دي چی د هزاره گانو د سیمو نه دي نه تیریږي.

خو ځیني کوچیان د کابل په اطرافو کي میشته شوي او په دې کار سره یې په نژدې کلیو کی هزارهگان په قهر کړي دي.

له بلي خوا د افغانستان په جنوب کي په جگړه کي د ناتو دوه عسکر وژل شوي دي. نړۍ والو قواو وویل چی دغه عسکر یې نن د جمعې په ورځ د یاغیانو په حمله کي وژل شوي دي. په دې باب نور تفصیلات نه دي ورکړه شوي.

او نړۍ والو قواو ویلي دي چی د طالبانو یو ټیټ رتبه قوماندان یې نیولی دی.

XS
SM
MD
LG