ناټو وایی چې نن د شبنې په ورځ یې دوه عسکر چې یوې برتانوی او بل یې هم د اسټرالیا دی، د افغانستان په جنوب کې وژل شویدي.
د اسټرالیا پوځ تایید کړیده چې د هغوی یو تن کمانډو نن د شنبې په ورځ د کندهار په شمال کې په تصفیوي عملیاتو کې وژل شویدی.
برتانوی عسکر بیا د جمعې په ورځ د هلمند ولایت د نادعلي په ولسوالۍ کې د سپکو وسلو په ډزو کې وژل شویدی.
همدارنګه د هلمند د ولایت یوه ویاند ویلي دي چې د افغانستان د ملي پولیسو څلور تنه عسکر د ګرشک په ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د بم په یوې چاودنې کې وژل شویدي. ویاند ویلي دي چې څلور تنه نور پولیس ټپي شوي هم دي.
په عین وخت کې د کندهار په ولایت کې هم درې تنه ملکيان په یوې حملې کې وژل شویدي.