د لاس رسي وړ اتصالات

په نیمروز کې بمي چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولی


په نیمروز کې بمي چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولی
په نیمروز کې بمي چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولی

د افغانستان په جنوب کې د سړک غاړې د بم په یوې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسه وژل شوي دي.

پولیس وايي چې دغه پېښه پروند پنجشنبې په ورځ ناوخته د نیمروز ولایت د خاشرود په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه.

په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۸ کسه ټپیان شوي هم دي.

په افغانستان کې تاوتریخوالی اوس اوج ته رسیدلی دی چې د ۲۰۰۱ کال راهیسي یې ساری نه دی لیدل شوی.

د یادونې وړ ده چې د ۴ کالو راهیسي کله چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د آمارو شمیرل پیل کړل، د سږکال د مې میاشت د ملکیانو دپاره په افغانستان کې تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې تیره میاشت ۳۶۸ ملکیان په افغانستان کې په بیلابیلو پېښو کې وژل شوي دي چې زیاتره تلفات ملکیانو ته طالبانو وراړولي دي.

XS
SM
MD
LG