د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پولیس د ناټو دوه عسکر وژلي دي


افغان پولیس د ناټو دوه عسکر وژلي دي
افغان پولیس د ناټو دوه عسکر وژلي دي

افغان پولیس وایي چي د افغانستان په یوه شمالي ولایت کي یوه سرکښه محافظ د ناتو په دوو عسکرو باندي ډزي وکړې او دواړه یې ووژل او یو بل یې زخمي کړ.

د پنجشیر د ولایت د پولیسو قوماندان جنرال ( قسیم جنګل باغ ) وویل چي دغه محافظ نن د شنبې په ورځ د ناتو په عسکرو باندي هغه وخت ډزي وکړې چي هغوي په دې ولایت کي د ناتو د موټرو د کتار بدرګه کوله. د ناتو یوه بل عسکر په هغه باندي متقابلي ډزي وکړې او ویې واژه.

ناتو وایی چي سږ کال یې په افغانستان کي تر اوسه پوري ٢٨٠ عسکر وژل شوي دي.

له بلي خوا ناتو ویلي دي چي افغان او نړۍ والو قواو د ازبکستان د اسلامی تحریک یو غړی چي د بمونو د جوړولو ماهر دی د هغه د یوه ملګري سره نیولی دی. دغه دواړه د کندز په ولایت کي د شپې له خوا د عملیاتو په جریان کي نیول شوي دي.

ناتو دا هم ویلی دي چي یو عسکر یې د یوه ملکي افغان کارکونکي سره نن د افغانستان په ختیځ کي د یاغیانو په یوه حمله کي وژل شوي دي. ناتو وایي چی په دې باب تحقیقات کوي.

XS
SM
MD
LG