د لاس رسي وړ اتصالات

محمدي: د جان محمد خان وژنه له پاکستان نه رهبري کیده


حمله کوونکو د یکشنبې په شپه کابل کې د جان محمد خان پر کور برید وکړ سهار د بریدکوونکو مړي د کور دباندې پراته وو.
حمله کوونکو د یکشنبې په شپه کابل کې د جان محمد خان پر کور برید وکړ سهار د بریدکوونکو مړي د کور دباندې پراته وو.

د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي وایي د جمهور رییس د سلاکار جان محمد خان او د ولسي جرګې د غړي هاشم وطنوال د وژلو په اړوند یې نوي معلومات تر لاسه کړي دي.

د کورنیو چارو وزیر چې د وروستیو امنیتي پیښو په اړوند افغان پارلمان ته غوښتل شوی وو وایي د دوی څیړنو دا ښودلې چې د نوموړو کسانو د وژنی پروګرام د سرحد ها غاړې څخه رهبري او څارل کیده.

محمدي وایي د قاتل ګرځنده تیلفون چې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلی ښیي چې دی د قتل تر وروستیو شیبو پورې د پاکستان سره په تیلفوني اړیکه کې وو.

همدا رنګه بسم الله خان وایي د دوی اوپراتیفي امنیتی ځواکونو دا هم موندلې ده چې د قاتل ملګرو نن هم په پاکستان کې میشت خپلو ملګرو سره تیلفوني اړیکې درلودې او ها غاړه یې ډاډمنه کړې چې زموږ عملیات بریالی شول.

د جمهور رییس سلاکار جان محمد خان او د ولسي جرګې غړی ښاغلی وطنوال دوه شپې دمخه په کابل ښار کې د جان محمد په کور کې ووژل شو. ددې پیښې نه دم ګړی وروسته طالبانو ددې وژنې مسولیت ومانه.

ډیری افغانان په وروستیو امنیتي پیښو کې د ګاوندیو هیوادونو د استخباراتي ادارو په تیره بیا د پاکستان د آی ایس آی لاس ښکیل ګڼي او وایي پاکستان په لوی لاس د مخورو افغانانو او سیاسي څیرو د وژلو لپاره بیلابیلې ډلې روزي.

د ولسي جرګې غړی عبدالستار خواصي په همدې خبره تینګار کوي او وایي دا د افغانستان ستراتیژیک موقعیت او ددې هیواد پټې خزانې دي چې ګاوندیان یې ددې هیواد د سولې او ټیکاو دښمنان کړي دي او دوی په سیمه کې د آباد افغانستان د لیدو سترګی نه لري.

د پارلمان نننۍ غونډه د بسم الله خان د څرګندونو وروسته سري شوه او خبریالان دې غونډې ته پرې نښودل شول.

خو ددې غونډې ګډون کوونکي او د کندهار ولایت استازي حمیدزی لالی وایي په سري غونډه کې امنیتي چارواکو د هیواد د کړکیچنې وضعې په اړه له دوی سره اندیښنې شریکې کړې او دوی ته یې سپارښتنه کړې چی د ځانونو د خوندیتوب خیال دې وساتي.

له تیرو څلورو میاشتو را په دېخوا د افغانستان مخورې سیاسي او پوځي څیرې په منظم او سیستماتیک ډول له منځه وړل شوي دي. شنونکي دا د ګاوندیو او سیمه ییزو هیوادونو د استخباراتي سازمانونو پلان بولي چې غواړي ددې هیواد سیاسي دګر تش او ټولنییز نظام کاواکه شي.

XS
SM
MD
LG