د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیکا کې ۸۰ تنه طالبان وژل شوي


په پکتیکا کې ۸۰ تنه طالبان وژل شوي
په پکتیکا کې ۸۰ تنه طالبان وژل شوي

د پکتيکا ولايت چارواکي وايي، چې د دې ولايت په سروضه ولسوالۍ کې د افغان او ناټو ځواکونو په پوځي عملياتو کې د وژ شويو طالبانو شمېره اتيا کسانو ته لوړه شوه او عمليات اوس هم روان دي.

تيره ورځ افعان او ناټو ځواکونو د پکتيکا ولايت د سروضې په ولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو پر پټنځايونو او د هغوی پر کمپ درانه ځمکني او هوايي عمليات تر سره کړل.

د لومړنيو راپورونو له مخې ويل کېدل، چې په دې عملياتو کې پنځوس وسله وال طالبان وژل شوي دي، خو نن د پکيتکا د والي وياند مخلص افغان د امريکا غږ اشنا راډيو ته وويل، چې په دې عملياتو کې د وژل شويو طالبانو شمېره اتيا کسانو ته لوړه شوې ده.

نوموړي وويل، چې اوس هم د افغان او ناټو ځواکونو ځمکني او هوايي پوځي عمليات دوام لري، چې کېدای شي د وژل شويو طالبانو شمېر تر دې هم زيات شي.

مخلص افغان وويل، چې په دې عملياتو کې ملکي وګړو او افغان او ناټو ځواکونو ته تلفات ندي اوښتي، خو د وژل شويو وسله والو مړي په سيمه کې پاتې او د دوی ځواکونو لاسته ورغلي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دې عملياتو کې په زياته کچه درنې او سپکې وسلې هم د ګډو ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان وويل، چې په جګړه کې د وژل شويو کسانو ډېری برخه د ګاونډي هېواد پاکستان د پنجاب اوسېدونکي او د حقاني شبکې غړي دي، چې پر افغان او ناټو ځواکونو باندې د بريدونو په موخه دې ولايت ته راغلي وو.

خو د سيمې اوسيدونکي بيا وايي، چې د افغان او ناټو ځواکونو په يادو شويو عملياتو کې د وژل شويو کسانو شمېر تر سلو هم زیات دی، چې جسدونه يې په سيمه کې پاتې دي.

مخلص افغان وايي، چې په ياده شوې سيمه کې د دغو وسله والو طالبانو د شتون په اړه يو لړ استخباراتي راپورونه تر لاسه کړي وو او مخکې له دې چې پر ګډو ځواکونو بريدونه وکړي، د افغان او ناټو ځواکونو تر عملياتو لاندې راغلل.

تر اوسه وسله والو طالبانو د دغو عملياتو او د خپلو وژل شويو کسانو په اړه رسنيو ته کومه تبصره نده کړې.

XS
SM
MD
LG