د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو د یوه عسکر او پنځه افغان پولیسانو وژل کېدل


افغان او د ناټو چارواکي وايي چې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د تشدد په پېښو کې ۵ افغان پولیسان او یو د ناټو عسکر وژل شوي دي.

ناټو وايی یو بهرنی عسکر د افغانستان په ختیځ کې په ېوه برېد کې وژل شوی دی. له بل پلوه افغان چارواکي وايي چې دوه پولیسان په جلا پېښو کې په اورزگان کې وژل شوي دي. همد راز په پکتیکا کې هم درې پولیسان د بم په چاودنه کې وژل شوي دي.

دناټو خبرلېک وايي چې د دوي یو عسکر دېکشنبی په ورځ ووژل شو. په دغه خبرلیک کې ناټو دا نه ده څرګنده کړې چې برید چیري شوی دی او نه یې د وژل شوي عسکر دهویت په برخه کې معلومات ورکړیدی.

د اورزګان په ولایت کې د پولیسو نطاق فرید عایل وویل چې نن د ېکشنبې په ورځ یوه ډله یاغیانو د دهراود په ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې پوستې باندې برید کړی دی. نطآق وویل په دغه برېد کې ېو پولېس او څلور تنه ېاغیان وژل شوي دي. په پېښه کې څلور تنه ټپیان شوي هم دي.

په کندهار کې د والي نطاق جاوید فیصل وویل چې یو پولیس د دوه موټر ساېکل سپروله خوانه په ډزو کې ووژل شو.

همدارنګه په پکتيکا کې په يوه جومات کې پر محلي پوليسو باندې د بم چاودنه شوې او درې کسان يې وژلي دي.

د ريموټ کنترول دغه بم تېر ماښام د پکتيکا ولايت د خيرکوټ په ولسوالۍ کې پر محلي پوليسو باندې په داسې مهال کې چاودیدلي، چې هغوی پر لمانځه ولاړ وو.
د پکتيکا امنيې قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ امريکاغږ آشنا راډیو ته وويل، چې چاودېدونکي مواد له مخکې په جومات کې ځای پرځای شوي وو او د لمانځه پر مهال د ريموټ په وسيله چول شوي دي.

قوماندان دولت خان ځدراڼ وايي، چې د دغه بم په چاودنه کې درې محلي پوليس ځای پر ځای ووژل شول او يو بل سخت ژوبل شوی دی. زخمي پولېس دا مهال په روغتون کې دی اوعلاج ېې کېږي.

هغه زياته کړه، چې په چاودنه کې ملکيانو ته ځکه کوم زيان ندی اوښتی، چې دوی لمونځونه ترپولېسو مخکې کړي وو، خو وايي، جومات تر ډېرې اندازې تخريب شوی دی.
XS
SM
MD
LG