د لاس رسي وړ اتصالات

د ارغنداب ولسوال او ١١ نور افغانان ووژل شول


د ارغنداب ولسوال او ١١ نور افغانان ووژل شول

د ارغنداب ولسوال او ١١ نور افغانان ووژل شول

د افغانستان په جنوبی او ختېځو سېموکې پرون دسه شنبی دورځی د جگړه مارانو په حملو کې یوولسوال، یوولس نور افغانان او د نا ټو پنځه تنه عسکر وژل شوېدی.

افغان چارواکی واېې د سړک دغاړی بم پرون د کندهار دارغنداب ولسوال حاجي عبدالجبار ، دهغه زوی او ساتونکی چې له هغه سره په موټر کې سپاره وو ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت واېې چې د سړک د غاړی بل بم د سه شنبی په ورځ څلور پولېسان دوردگو په ولاېت کې چې دکابل په لوېدېز کې پروت دی، ووژل.

دغزنی په ولاېت کې، چې دکابل جنوب لوری ته پروت دی، ځاېې پولېس واېې چې افراطېانو د هغوی پر پوسته باندی برېد وکړ او پنځه پولېسان ېې ووژل.

دبرتانېې ددفاع وزارت واېې چې د برتانېې دوه عسکر د سه شنبی په ورځ په ېوه جلا پېښه کې دهېلمند په ولاېت کې ووژل شول.

دبرتانېې درېم عسکر له هغو زخمونو نه مړ شو چې څوورځی مخکی ېې، دهېلمند په ولاېت کې په جنگ کې خوړلی وو.

ناټو واېې چې داېتلاف دوه تنه عسکر، چې یوئې امریکائې اوبل پولنډی و، په هغه جگړه کې ووژل شول چې دافغانستان په ختېځ کې، د سه شنبی په ورځ پېښه شوی وه .

افراطیانو په کندهارکې له هغه پلان نه دمخه حملی زیاتی کړیدی چې ناټو غواړی دغه سیمه له یاغیانونه پاکه کړی.

پرون دسه شنبی په ورځ په واشنگټن کې دامریکا دمرکزی قوماندانی مشر جنرال ډیویډ پیټرس دمشرانو دجرگې دنظامی چارو دجرگه گی استماعیه غونډې ته ئې په افغانستان کې دجنگ په باره کې خبری کولی راولید. دغه جنرال بیرته ژر ښه شو مگر غونډه ترنن پوری وځنډیده .

دغه غونډه ددی لپاره راغوښتل شوی وه چې په افغانستان کې وضع ارزیابی کړی په داسی حال کې هلته دامریکا په زرگونو عسکر ور روان دی. ټاکل شوی چې ددغه نوی ارزیابی د ډیسمبر په میاشت کې وشی . ددغې جگړی دا نهم کال دی.

XS
SM
MD
LG