د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د جلال آباد په هوايي میدان حمله کړې


د ناټو مامورین وایی چې افغان او نړیوالو قواو د جلال آباد په هوایی میدان باندې د طالبانو حمله په شا تنبولی ده.

طالبانو نن په داسی حال په جلال اباد کی په هوایی میدان باندې برید وکړ چې لومړی یی د موټر یوه چاودنه وکړه او بیا یی د راکټونو ډزې وکړې.

د ناټو یوه اعلامیه وایي عسکرو یی وکولی شول چې طالبان هوایی میدان نه د ورننوتلو نه منع کړي.

ناتو ووی لچه څو کسه طالبان یی په هوایی حمله کی وژلی دي خو د ناتو عسکرو او یا ملکی افرادو ته هیڅ تاوان نه دی اوښتلی.

طالبانو ددغی حملی مسوولیت په غاړه اخیستلی دی.

له بلی خوا په افغانستان کی دملگرو ملتونو دمرستی دفتر وایی چې یو تن مامور یی د سه شنبی په ورځ په یوه حمله کی وژل شوی دی. ملگرو ملتونو وویل کله چې په کابل کی دهغوئ دوه تنه افغان مامورین په خپلو موټرو کی روان وو نو د ښار په منځ کی دترافیکو یوی توقف گاه سره پری ډزی وشوی، یو کس یی ولگیده مړ شو او بل یی روغ رمټ بچ شو.

د ملگرو ملتونو دفتر دغه حمله وغندله او وایی چې معلومه نه ده چې حمله ولی وشوه.

همدا راز پرون د کابل دښار نه بیرون دناتو په خلاف د یوی مظاهره په وخت تقریبا شل کسانو پولیسو سره په نښتو کی زخمیان شول.

دغو خلکو د دوشنبی په ورځ ناوخته په یوه مدرسه باندی دناتو دقواو د برید په خلاف مظاهره کوله.

په دغه برید څو کسان ونیول شول. مگر پولیسو وویل چې د مدرسی په تالاشئ کی یواځی افغانی قواو لاس لره.

XS
SM
MD
LG