د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیا کې 11 پاکستانیان وژل شویدي


په پکتیا کې 11 پاکستانیان وژل شویدي
په پکتیا کې 11 پاکستانیان وژل شویدي

دپکتيا ولايت د څمکنيو ولسوالي د سورۍ خولې په سيمه کې دشنبې په سهار په يو فلانکوچ ډوله موټر چې د کرمې ایجنسۍ د پاړه چينار دسيمې يو شمير كسان پكې سپاره وو نامعلومو كسانو بريد كړي چې په ترڅ كې يي 11 تنه وژل شوي او دري تنه نور ټپيان شويدي .

د پکتيآ د والي وياند روح الله سمون وايي چې پېښه سهار اته بجې هغه مهال رامنځ ته شوه چې دغه کسان په يو فلانکوچ موټر کې له پاړاچنار څخه دڅمكينو له لارې ګرديز ته په لاره وو.

سمون زياته کړه چې چې پدې بريد كې په فلاينګ كوچ موټر كې ناست يوو لس تنه چې د خيبرپښتونخوا د پاړچنار د سيمې اوسيدونکې او اهل تشيع وو وژل شوي او درې نور ټپيان چې دوه پكې د لوګر اوسيدونكې وو ټپيان شويدي .

سمون زياتوې تراوسه معلومه نده چې دغه بريد چا كړي خو پدې اړه د والي له خوا سيمې ته يو هيئت ليږل شوي ترڅو پېښه له نيږدې وڅيړي.

وسلوالو طالبانو رسنيو ته ويلي چې د دوي ملګرې په ملكي كسانو بريدونه نه كوي او ددې پېښې په اړه هم پلټنې كوي

XS
SM
MD
LG