د لاس رسي وړ اتصالات

مزارشریف کې یوه افغان عسکر دوه امریکايي ملکیان ووژل


ناتو وایی چی یوه افغان عسکر دوه امریکایی ملکیان او یو افغان روزونکئ د بلخ په ولایت کې د یوې پوځي اډې په داخل کې وژلی دی.

ناتو نن په یوه خبرلیک کی ویلی چی دغه حمله نن په مزار شریف کی په یوه پوځی اډه کی د وسلو د استعمال په یوه صنف کی وشوه.

ناتو وایی چی گمان کیږی دغه حمله کونکی به د افغان پوځ یو روزونکئ ؤ چی د شاهین په اډه کې یې دنده درلوده.

ناتو وایی چی دغه کس د ډزو په وخت کی ووژل شو خو په دی اړه یی زیات تفصیل ورنکړ.د ناتو یو عسکر او یو افغان عسکر هم په دی حمله کی زخمی شول.

د افغانستان د دفاع د وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمی وایی چی د افغان او ناتو قواووی په گډه د دی حملی تحقیق کوی.

دغه حمله یوه اونۍ وروسته له هغه کیږی چی درۍ برتانوی عسکر د هلمند په ولایت کی د یوه افغان عسکر په واسطه وژل شوی وو.

د افغانستان امنیتی قواووی د نړیوالو قواوو سره په په گډه په داسی حال کی کار کوی چی غواړی د خپل ملک د امنیتی چارو مسؤلیت په خپله غاړه واخلی.

په یوه بله پیښه کی ناتو وایی چی د افغانستان په جنوب کی د هغوی یو عسکر د سړک د غاړی د بم په چاودنه کی وژل شوی دی.

همدا شان د اییتلاف قواوو هم د ننگرهار، ذابل ،پکتیکا، کنړ ، کندز او کندهار په ولایتونو کی د شپی په عملیاتو کی یو شمیر طآلبان او د هغوی قوماندانان ووژل او ځینی یی ونیول.

XS
SM
MD
LG