د لاس رسي وړ اتصالات

د ملکي خلکو په وژل کیدو باندې د کرزي او ناټو تر منځ اختلاف


د ملکي خلکو په وژل کیدو باندې د کرزي او ناټو تر منځ اختلاف

د ملکي خلکو په وژل کیدو باندې د کرزي او ناټو تر منځ اختلاف

په افغانستان کې دیره نړیواله سوله ساتونکو قواوو د جمهور رییس حامد کرزي د هغه ادعا سره مخالفت ښودلی چې وایي د ناټو د راکټ په یوې حملې کې چې د جمعې په ورځ شویده د هلمند په ولایت کې 52 ملکي کسان وژل شویدي.

د ناټو یوه ویاند برید جنرال ګریګ سمیت پرون د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د ناټو او د افغانستان د حکومت په ګډو تحقیقاتو کې مالومه شویده چې د ملکي خلکو د وژل کیدو یا ټپي کیدو هیڅ کومه نښنه نده لیدل شوې.

جمهور رییس حامد کرزي د دوشبنې په ورځ ویلي ؤ چې د افغانستان د استخباراتو د ادارې له تحقیقاتو نه مالومیږي چې د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې د ناټو یو راکټ په یوه کاله باندې لګیدلی دی او 52 ملکي کسان پکې وژل شویدی چې په هغې کې ښځې او ماشومان شامل دي.

افغان چارواکو ویلي دي چې دغو ملکي خلکو د ناټو او طالبانو تر منځ د جګړې نه د بچ کیدو په خاطر په یوه کور کې پناه اخیستې وه.

خو د آیساف ویاند جنرال سمیت په اعلامیه کې ویلي دي چې د ریګي په کلي کې دملکي خلکو د وژل کیدو ادعا هیڅ بنسټ نلري.

د ناټو او جمهور رییس حامد کرزي د دغو ضد او نقیضو معلوماتو په اړه تر دې دمه نور توضیحات ندي ورکړل شوي.

ناټو وړاندې ویلي دي چې د سنګین ولسوالۍ د ریګي په کلي کې په افغان او نړیوالو قواوو باندې د طالبانو لخوا برید وشو چې ناټو په ځواب کې توغندي وتوغول او د هیلوکوپترو نه په طالبانو باندې ډزې وکړې او وایي چې دهغوي حملې پخپل هدف لګیدلي دي. د رپوټ له مخې پدغو بریدونو شپږ تنه طالبان ووژل شول چې یو یې یو مشهور قوماندن ؤ.

په عین حال کې د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر د سمندري قواوو ستر جنرال مایک مولن پرون د دوشنبې په ورځ د کندهار په ولایت کې د یو شمیر قومي مشرانو او سپین ږیرو سره وکتل او هغوي ته یې ډاډ ورکړ چې د یوه خوندي افغانستان لپاره به د امریکا ژمنې د 2011 کال نه پس هم د زیاتې مودې لپاره ادامه ولري. دا هغه نیټه ده چې د افغانستان نه به د امریکایي عسکرو وتل پیل کیږي.

مایک مولن قومي مشرانو ته وویل چې د امریکا په مشرۍ د ناټو د قواوو زیاتوالی به په سیمې کې امنیت راولي خو هغه دا هم وویل چې د لنډې مودې لپاره به جګړه او تشدد هم یو څه زور واخلي.

XS
SM
MD
LG