د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې دوو پولیسو، څلور نور پولیس ووژل


یو شمېر افغان سرتېرو او پولیسو په تېر وخت کې هم پر خپلو افغان ملګرو او بهرنیو ځواکونو ډزې کړي او یو شمېر یې وژلي دي.
یو شمېر افغان سرتېرو او پولیسو په تېر وخت کې هم پر خپلو افغان ملګرو او بهرنیو ځواکونو ډزې کړي او یو شمېر یې وژلي دي.

په کندهار کې دوه سیمه ییزو پولیسو د خپلې پوستې پر نورو پولیسو ډزې کړې لږ تر لږه یې څلور پولیس وژلي دي.

د کندهار د پوليسو ویاند ضیا دراني امریکا غږ ته وويل چي پېښه د میوند ولسوالۍ د کوکه په سیمه کې شوې ده، او دوی سیمې ته یوه ډله استولې چې تحقیقات وکړي.

ښاغلی درانی وايي چې تر اوسه لا معلومه نده چي برید کوونکي سیمه ييز پوليس د طالب وسله والو نفوذي کسان وو او که يې له خپلو همکارانو سره کومه لفظي شخړه کړې وه. دا هم ويل شوي نه دي چې، برید کوونکي نیول شوي که څنګه؟

دا د خپل ډول لومړنۍ پېښه نه ده، تر دې وړاندې هم یو شمېر افغان سرتېرو او پولیسو پر خپلو ملګرو او بهرنیانو د ټوپک خولې اړولي یو شمېر یې وژلي او ژوبل کړي دي.

خو په کندهار کې دا برید داسې مهال کیږي چې، نن د کورنیو چارو د نوي وزیر نورالحق علومي د کار لومړنۍ ورځ وه.

هغه په خپلو خبرو د کورنیو چارو په وزارت کې، فساد تر طالب او اورپکۍ هم خطرناک وباله.

نورې امنیتي پېښې

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي هغه مشکوک کس یې نیولی چې غوښتل یې د لغمان ولایت د استخباراتو د ادارې پر مشر ځانمرګی برید وکړي او ویې وژني.

د ملي امنیت په خپرې شوې اعلامیې کې د دغه کس نوم عبدالبصیر ښودل شوی دی، خو تراوسه طالبانو چې په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو مسولین بلل کیږي، په دې اړه څه نه دي ویلي.

لغمان هغه ولایت دی، چې څو کاله وړاندې په کې په یو بل ځانمرګي برید کې د ملي امنیت معاون عبدالله لغمان ووژل شو.

له بلې خوا په ننګرهار کې امنیتي چارواکي وايي،چې تېره شپه د پچیر اګام ولسوالۍ کې د پولیسو او طالبانو تر منځ جګړه شوې،چې د چارواکو په خبره دوه طالبان په کې وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

په کونړ کې بیا امنیتي چارواکي وايې وسله والو طالبانو پر دانګام ولسوالۍ توغندي وار کړي، د خلکو په کورونو لګیدلي چې له امله یې یوه میرمن او یو ماشوم ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG