د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د امریکا په مشرئ د جگړې ٩ کاله


افغانستان کې د امریکا په مشرئ د جگړې ٩ کاله
افغانستان کې د امریکا په مشرئ د جگړې ٩ کاله

نن د اکټوبر په ۷ مه نیټه د امریکا په مشرئ د افغانستان د جگړې ۹ کاله پوره شول.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په یوولسمې نېټې باندي په نیویارک کې پر نړیوال تجارتي مرکز او د امریکا په نورو سیمو باندې تروریستي حملې وشوې او القاعده ترهګرو یې مسولیت په غاړه واخیست

د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په میاشت کې وروسته له هغه چې طالبان القاعده ترهګرو ته د پناه ورکولو نه تیر نه شول د امریکا په مشرئ په افغانستان باندي نظامي برید وشو او د سي آی اې خاصې قواووې افغانستان ته ورغلې.

د ۲۰۰۱ کال د نومبر پر لسمه نېټه د امریکا د پوځ مخصوصې قواووې د شمال د ټلوالۍ سره یوځای مزهار شریف ته ورسیدې چې دغه ښار نه یواځي د مذهبي لحاظه د اهمیت وړ و ځکه د حضرت علي زیارت په کښي دی، بلکې د موقعیت له لحاظه هم ډیر مهم وو ځکه په کښي دوه هوايي ډګرونه وو او د ازبکستان سره د تګ راتګ مهم مسیر وو.

د ۲۰۰۱ کال د نومبر په میاشت کې طالبان او القاعده قواووې چې په کښي ویل کېږي اساما بن لادن هم شامل وو د جلال باد ښار جنوب لویدیځ ته د تورې بورې غار ته پناه یوړه او هلته یې د امریکا او شمالي ټلوالۍ پرضد موضعې ګانې ونیولې. وروسته دغه سیمه د امریکا د هوايي قواوو له خوا بمباري شوه او سي آی ای د مخصوصو قواوو سره پیاده په سیمه کې هلې ځلې پیل کړې.

د ۲۰۰۱ کال د نومبر په ۱۲ مې نېټې باندي طالبانو د شپې په تیاره کې مخکي له دې چې د شمالي ټلوالۍ ملیشې کابل ته راسي، د کابل څخه ووتې او کابل سقوط وکړ.

د ۲۰۰۱ کال د نومبر په ۱۳ د کندز ښار سقوط وکړ

بالآخره د بمباریو او تلفاتو وروسته د ۲۰۰۱ کال د نومبر په میاشت کې طالبان تسلیم شول او د نومبر په ۲۶ مه نېټه باندي د پاکستان الوتلکه افغانستان ته راغله او په سلګونو نظامي او استخباراتي کارکونکي یې وایستل چې د طالبانو سره یې د شمالي ټلوالي پرضد کار کاوه.

د طالبانو د رجیم د رانسکوریدو وروسته په افغانستان کې سیاسي خلا رامنځ ته شوه او د دې خلا د ډکولو په خاطر د هماغه کال د ډیسمبر په میاشت کې د جرمني د بن په ښار کې د بن په نامه کنفرانس پرانیستل شو.

د بن د کنفرانس په نتیجه کې د افغانستان موقت اداره رامنځ ته شوه او وروسته یو سیاسي بهیر د افغانستان د نوي اساسي قانون او حکومت دپاره پیل شوه

د امنیت د ټیګولو په خاطر او د افغانستان د موقت حکومت د ملاتړ په موخه د آیساف یا نړیوالو سوله ساتو ځواکونو قومانداني په کابل کې تشکیل شوه چې د کابل او شاوخوا سیمو د امنیت مسولیت یې درلود.

په ۲۰۰۲ کال کې د اناکونډا عملیات پیل شول. په دې وخت کې د طالبانو قواووې د افغانستان په څلورو جنوبي ولایتونو کې د کندهار، زابل ، هلمند او ارزګان کې د راټولیدو په حال کې وې.

په ۲۰۰۳ کال کې د طالبانو د نوي خوځښت پیل

لومړۍ نښې نښانې چې د طالبانو قواووې بیرته سره راټولېږي د ۲۰۰۳ کال د جنورۍ پر ۲۷ د منګوز په نامه عملیاتو پرمهال معلومې شوې کله چې امریکايي قواووې د طالبانو او حزب اسلامي یوه ډله کشف کړه چې د سپین بولدک ولسوالۍ په مربوطاتو کې وو.

په ۲۰۰۶ کال کې د آیساف قوماندانۍ خپل د مسولیت ساحه پسي وغځوله او د ټول افغانستان د امنیت د تامنیولو مسولیت یې په غاړه واخیست. دغو قواوو د آپریشن اندیورینګ فریدم په نامه قوماندانۍ مسولیت په غاړه واخیست.

د ۲۰۰۶ کال د جنورۍ په میاشت کې د ولایتي بیارغونې ټیمونه یا پي آرټیانې پيل شوې چې بریتانیوي قواوو په هلمند کې دغه چارې پیل کړې او د کاناډا او نیدرلند ملکونو په ارزګان او کندهار کې د بیارغونې چارې پیل کړې.

په ۲۰۰۶ کال کې د افغانستان جنوب د ۲۰۰۱ کال راهیسی د تر ټولو خونړیو پېښو شاهد وو.

په ۲۰۰۷ کال کې د جنورۍ په میاشت کې بریتانیوي قواوو د هلمند په ولایت کې د ولکینو په نامه عملیات پيل کړل ترڅو د سیمه نه یاغیان پاک کړي.

د ۲۰۰۷ کال د مې په میاشت کې د طالبانو د جنوب د سیمې قوماندان ملا داد الله د آیساف د قواوو له خواه ووژل شو.

د ۲۰۰۷ کال د اګست په ۱۶ مه ۸ د آیساف عسکر د جنګي جنایاتو په تور وروسته له هغه نه تورن شول چې پولنډي عسکرو د پکتیکا ولایت د ننګرخیل ولسوالي بمبارد کړه او په کښي اته ملکي کسان ووژل شول.

په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان د تعهد په باب ارزیابي وشوه او د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې رئیس سترجنرال مایک میولن وویل چې د افغانستان د جګړې دپاره ۱۰ زره اضافي عسکر آماده نه دي. یواځنی لاره یې د عراق نه د لس زرو ضرورت وړ عسکرو راوستل دي.

د ۲۰۰۸ کال په لومړیو میاشتو کې د امریکايي عسکرو شمیر په افغانستان کې ۸۰ په سلو کې زیات شو یعنی ۲۱۶۴۳ عسکر دغه ملک ته ورغلل.

د پنتاګون یو لوړ پوړي چارواکي چې د نوم یې معلوم نه دی د بي بي سي سره یې په مرکه کې وویل چې د ۲۰۰۸ کال د جولای او سپتمبر په میاشت کې پخواني جمهور رئیس جورج بوش په پاکستان کې د یاغیانو پر ضد عملیاتو ته اجازه ورکړه.

د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ په میاشت کې وروسته له هغه نه چې سترجنرال ډیویډ پیټریس مرکزي آسیا ته سفر وکړ د ناټو د قواوو د لوژستیکي موادو د انتقال دپاره د روسیې او مرکزي آسیا د ملکونو لاره پرانیستل شوه.

د سپتمبر پر ۲۳ مې نېټې د ان بي سي تلویزون ریپوټ خپور کړ چې جنرال مکریستل د یاغي ګرۍ ضد تګلارې دپاره د ۵۰ زرو نورو اضافي قواوو غوښتنه کړې ده.

د ۲۰۰۹ کال د نومبر په ۲۶ جمهور رئیس حامد کرزي په عامه امریکا ته خپل درخواست وړاندي کړ چې غواړي د طالبانو سره د سولې خبری وکړي.

د ۲۰۰۹ کال د ډیسمبر په میاشت کې جمهور رئیس اوباما د امریکا د ویسټ پوینټ په پوهنتون کې افغانستان ته د ۳۰ زرو نورو امریکايي عسکرو لېږل اعلان کړل.

XS
SM
MD
LG