د لاس رسي وړ اتصالات

افغانان د پاکستان سفارت مخې ته احتجاج کوي


afghan protest
afghan protest

دلته واشنگټن ډي سي او ورسره نیزدې سیمو کې میشت افغانان چې زیاتره ېې ځوانان دي، نیت لري چې د جمعې په ورځ د اگست په څوارلسمه ،چې د پاکستان د خپلواکۍ ورځ هم ده، د پاکستان سفارت مخې ته د احتجاج دپاره راغونډ شي. ویناوې وکړي او یو احتجاج لیک سفارت ته وسپاري.

د دې احتجاجي غونډې یوه تنظیمونکې افغانه پیغله حبیبه آشنا وايي چې دوي د څوارلسم اگست نیټه د احتجاج دپاره ځکه غوره کړې،ترڅو پاکستان ته دا پیغام ورسوو،چې څنگه دوي د خپلې آزادۍ خوشالي نمانځي، داسې دې افغانان هم پریږدي چې په آزاده او سوکاله فضا کې ژوند وکړي.

هغه وايي چې توقع ده چې سلهاو افغانان دې احتجاجي غونډه کې برخه واخلي او د پاکستان حکومت او د امریکا کانگرس ته دا پیغام ورسوي. چې پاکستان دې نور د افغانستان په خاوره شر خورونکو ته ځای نه ورکوي او امریکا دې پاکستان ته ترهگرۍ ضد جگړې دپاره نظامي مرستې نه ورکوي،ځکه چې پاکستان خپله د ترهگرو پالنه کوي.

حبیبه آشنا وايي چې احتجاجي غونډه د واشنگټن ډي سي په وخت درې نیمې بجې د پاکستان سفارت مخې ته جوړیږي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:56 0:00


XS
SM
MD
LG