د لاس رسي وړ اتصالات

خبرې اترې: د کابل د یخنی له امله د ۲۴ ماشومانو د مړینې مسول څوک دی؟


خبرې اترې: د کابل د یخنی له امله د ۲۴ ماشومانو د مړینې مسول څوک دی؟

خبرې اترې: د کابل د یخنی له امله د ۲۴ ماشومانو د مړینې مسول څوک دی؟

د امریکا غږ آشنا راډیو د نن ماښام د خبرو اترو په خپرونه کې مو د هغو بې ځایه شویو افغانانو په هکله خبري وکړې چې د کابل په بیلابیلو کمپونو کې د ژمي په سړې هوا کې شپې سباح کوي او تر اوسه پوري د موجودو آمارو پر بنسټ ۲۴ ماشومان د یخنۍ نه مړه شوي دي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه خپل د فیبرورۍ د ۸ نېټې په ګڼه کې د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د یوه اوسیدونکي سید محمد له قوله لیکي چې وايي ددغه ولسوالۍ نه د جګرې له کبله کابل ته راغلی او درې میاشتنی ماشوم یې د یخنی له کبله مړی شوی دی.

خان وايي شپږ اولاده یې په هلمند ولایت کې د یوې ناروغۍ له کبله مړه شول. تیر کال یې یو زوی د ژمي د یخنۍ له کبله مړ شو او سږ کال یې بل او وروستی زوی و چې د ژمي یخنۍ مړ کړ.

نیویارک ټایمز لیکي چې د خان کورنۍ په یوه داسي ښار کې چې د افغانستان پایتخت دی او په تیرو لسو کلونو کې ۶۰ میلیارده ډالره ملکي مرسته ورسره شوې ده، د ژمي د یخنۍ نه خوندي پاته نه شوه.

دا یوه داسي پوښتنه راپورته کوي چې آیا حکومتي مسولین او اوړنده ادارې چې په دې برخه کې کار کوي خپل مسولیتونه په سمه توګه پرځای کوي او که چیري یې کوي نو یخني خو یواځي سږکال نه ده راغلې، پروسږکال هم یخني وه او د خان په شان غریبانو ماشومان یې مړه کړل. ولي حکومت په دې برخه کې اقدام نه کوي؟

مونږ هڅه وکړه چې د حکومت له خوا د کډوالو د وزارت نه په خپرونه کې څوک ولرو خو ددغه وزارت وزیر وویل چې موضوع د بیړنیو حالاتو د ادارې مربوط ده.

زمونږ په خپرونه کې د واشنګټن په سټیډیو کې زمونږ همکار ابراهیم ناسر صاحب راسره و او د کابل د سټیډیو نه زمونږ خبریال اکرام شینواری راسره و او د یو ان اچ سي آر یا د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې ویاند نادر فرهاد صاحب په خپرونه کې را سره مل وو.

بشپړه خپرونه لاندي اوریدلای شیْ

XS
SM
MD
LG