د لاس رسي وړ اتصالات

افغان میرمنې اندېښنه لري چې د دوي په حقوقو سیاسي لوبه ونسي


په افغانستان کې د ښځو نړیواله ورځ په داسي حال کې ولماځل شوه چې اوس هم د افغانستان په بیلابیلو برخو کې ښځې د کلتور، مذهب او دودونو په نامه د تاوتریخوالي او تشدد سره لاس او ګریوان دي. که څه هم چې د طالبانو د رجیم د رانسکوریدو لس کاله وروسته ښځو د ژوند په بیلابیلو برخو کې زیات شمیر پرمختګونه کړي دي، ښځې نن په پارلمان کې استاځیتوب لري، په اجرایه قوې کې وزاتخانې پر مخ بیايي او دغه راز د ولایت چارې یې په غاړي دي خو اوس هم د دوي پر وړاندې زیات شمیر ستونزې پرتې دي چې باید ورته کار وشي او حل شي.

په همدغه موخه د بدلون دپاره د ځوانو ښځو سازمان غواړي چې د افغان میرمنو د حقوقو او ژوند د ښه کولو دپاره هلې ځلې وکړي. د مارچ د اتمې په مناسبت چې د ښځو نړیواله ورځ ده، په کابل کې د بدلون دپاره د ځوانو ښځو سازمان یو داسي انټرنیټ کلب پرانیزی چې یوازې د ښځو لپاره دی او د نارینو لاس رسی ورته بند دی.

د دې سازمان فعالین وايي چې که څه هم ددې انټرنیټ کلب سره ځینو مرستندویو ادارو لیوالتیا ښودلې وه چې مرستې وکړي خو دوي دې ترجیح ورکړه چې په انفرادي مرستو تکیه وکړي او د اوږدې مودې لپاره وچلیږي. دوي وايي چې دا نیټ کفې په یوه مصؤن ځای کې ده او انجونې په ډاډه زړه کولی شي د انټرنیټ د استفادې لپاره ورشي.

د بدلون د پاره د ځوانو ښځو د سازمان مرستیاله، ۲۱ کلنه نورجهان اکبر چې اوس په امریکا کې لوړې زده کړې کوي وايي چې د دغې نوې انټرنیټ کفې د پرانیستلو موخه دا وه چې د ښځو دپاره د دې زمینه مساعده شي چې سره یوځای شي، ټولنې سره جوړې کړي او د دغه نوښت په مرسته د نړۍ سره اړیکې ونیسي او یو څه زده کړي. نور جهان زیاتوي چې دغه نوې کفې به په انفرادي مرستو چلیږي او دغه راز به ډیر لږ فیس هم ولري ترڅو که چیري انفرادي مرستو لګښتونه پوره نکړل نو پاتې لګښتونه به د کوچني فیس له لارې پوره شي.

دا انټرنیټ کلب د سحر ګل په نامه نومول شوی او عمده هدف یې دا دی چې ښځې په ډاډه فضاء کې وکولای شي چې له انټرنیټ استفاده وکړي او پرته له دې چې وزورول شي خپلې زده کړې د نیټ له لارې وکړي. سحر ګل هغه میرمن وه چې په بغلان کې د کورني تاوتریخوالي او بد حالت سره په تنکي عمر کې مخامخ شوې وه او دا انټرنیټ کلب د هغې د زحمتونو په یاد کې جوړ شوی دی.

د بدلون دپاره د ځوانو ښځو د سازمان غړي
د بدلون دپاره د ځوانو ښځو د سازمان غړي

آرزو امید چې په خپله هم د بدلون دپاره د ځوانو ښځو د سازمان غړې ده داسي وايي،، مونږ دا کلب په دې خاطر د سحر ګلې په نامه پرانیزی چې هغې ډیر زیات ظلمونه ګاللي و. مونږ غوښتل چې د هغې میړانه وستایوو. مونږ په هغې ویاړو او غواړو چې هغه په دې پوه شي.

دا په افغانستان کې لومړی وار دی چې داسي یو انټرنیټ کلب یوازې د انجونو لپاره جوړیږي، یو شمیر انجونو چې انټرنیټ کلب ته ورغلې وې، د امریکا غږ ته یې وویل چې دا نیټ کفي دوي ته لویه اسانتیا شوه او تر دې وړاندې دوي په نورو انټرنیټ کلبونو کې مصؤنه نه وې.. د بدلون لپاره د ځوانو ښځو سازمان یو رضاء کاره سازمان دی چې د ښځو د ژوند د بدلون لپاره کار کوي.

سږکال په افغانستان کې د ښځو نړیواله ورځ په داسي حال کې ولمانځل شوه چې د افغانستان د دیني علماوو د شورا له خوا په دې ورستیوو کې یو پریکړه لیک خپور شو چې د ښځو چال چلند تشریح کوي. دې اقدام فعالین په اندېښنه کړي دي ځکه دوي وايي چې دا په افغانستان کې د ښځو د حقوقو په برخه کې یو ستر پرشا تګ دی.

د سې شنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د علماوو د شورا یو داسي سند تایید کړ چې په لړ کې یې مړونه کولای شي چې په خاصو شرایطوو کې خپلې میرمنې ووهي. دغه سند د چارو د کارپوهانو په آند په ټولنه کې د جنسیت پر بنسټ تقسیمات رامنځ ته کوي.

د علماوو د شورا دغه وروستی پریکړه لیک چې د تیرې جمعې په ورځ خپور شو د ملي او سیاسي موضوګانو د یوه اوږده بهیر یوه برخه ده او په کښي راغلي دي چې ددغه پریکړه لیک مادې دي مذهبي ښځې په داوطلبه توګه رعایت کړي، خو دې پریکړه لیک د ښځو د حقوقو فعالین په اندېښنه کړي دي.

ددغه پریکړه لیک په مادو کې ویل شوي چې ښځې نه باید په ښوونځیو، دفاترو او مارکیټونو کې د بیګانه نارینوو سره خبري وکړي. دغه راز د میرمنې وهل که چیري شریعت نه وي ویلي ناجایز ګڼل کېږي.

کله چې د سې شنبې په ورځ د ولسمشر حامد کرزي څخه ددغه پریکړه لیک په هکله پوښتنه وشوه نو ښاغلي کرزي وویل چې دا کار د اسلامي قانون سره برابر کار دی او په هکله یې د ښځوو د ډلو سره سلامشورې شوي دي. ولسمشر کرزي د کومې خاصې ډلې نوم وانه خیستی.

ولسمشر کرزي داسي وویل: ،،په خپل میاشتني ریپوټ کې د علماوو شورا اسلامي ارزښتونه او بنسټونه بیان کړي دي چې په ټولنه کې د ښځو د دریځ د ښه کیدو نه ملاتړ کوي. دا زمونږ د هیواد د شرعي قانون پر اساس کار دی او ټول مسلمانان او ټول افغانان شرعي قانون مني.،،

ویل کېږي چې په عامه د علماوو د پریکړه لیک نه د ولسمشر کرزي د ملاتړ موخه ښايي دا وي چې خپل حکومت و طالبانو ته د منلو وړ وښيي یا غواړي چې د دیني علماوو ملاتړ ترلاسه کړي ځکه هغوي کولای شي چې د طالبانو سره د خبرو پرمهال منځګړیتوب وکړي.

په هر ډول چې وي، ښځې په دې باور دي چې د ولسمشر کرزي توشیح د دې معنی ورکوي چې اوسني قوانین چې د ښځو حقوق تامینوي، د طالبانو سره د سولې د خبرو په خاطر قرباني کېږي.

شکریه بارکزۍ په پارلمان کې د کابل ولایت استاځې ده او د ښځو په چارو کې فعالیت کوي. هغه وايي چې اندېښنه لري چې ولسمشر کرزي او د علماوو شورا د هیواد اوسني قوانین د پامه غورځولي او د ښځو حقوق د سیاسي لوبې د یوې برخې په توګه استفاده کېږي.

هغه داسي وايي: ،،د علماوو شورا غواړي چې د دې نه د ښځو پر ضد استفاده وکړي. دوي داسي فکر کوي چې مونږ ملاتړي نه لرو. زه باور لرم چې مونږ حمایت لرو او غواړم دوي ته دومره ووایم چې که چیري دوي زمونږ د لاسته راوړنو سره معامله وکړي نو سبا به د دوي خپلې پریکړې دوي نه نیسي،،

۱۸ کلنه مریم مهر د افغانستان د ملي بسکیټ بال د ټیم غړې ده چې د آیساف د ښځینه ټیم سره دوستانه لوبې کوي هغه د علماوو د شورا په هکله داسي وايي: ،،زه دا منم چې مونږ مسلمانان یوو او باید د اسلامي قوانینو درناوی وکړو خو زمونږ علما د داسي مسایلو په هکله خبري کوي چې پر زیات شمیر افغانانو باندي بندیزونه لګوي دا باید داسي نه وي.،،

خو په واشنګټن کې د افغانستان سفیر وایي چې د افغانستان حکومت، د میرمنو د حقوقو په اړه د افغانستان اساسي قانون او نړیوالو تعهداتو ته ژمن دی. سفیر اکلیل حکیمي د امریکا غږ سره په مرکه کې د یو شمیر میرمنو هغه اندیښنې بې ځایه وبللې چي د ولسمشر کرزي لخوا د علماوو د شورا د اعلامیې ملاتړ زیږولي دي. د افغانستان په سفارت کي د یوه امریکایي ښوونځي زده کوونکو ته په وینا کې ښاغلي حکیمي په تیرو لسو کلونو کي د میرمنو د حقوقو اعاده کول، د افغانستان د حکومت مهمه لاسته راوړنه وبلله. ښاغلي حکیمي داسي وویل: ،، د ولسمشر کرزي څرګندونې د اصلي چوکاټ څخه ارایستل شوي دي ما وغوښتل چې یو ځل بیا پر هغو اصولو او پرنسیبونو باندي ټینګار وکړم چې د افغانستان اسلامي جمهوريت ځان ورته ژمن بولي او هغه د یوې خوا نه د افغانستان د اساسي قانون پلي کول دي او دبلي خوا نه د ا سلامي اصولو او ارښتونو تطبیق دی چې د افغانستان خلګ هغه ته ژمن دي،،.

اصیله وردک د افغانستان د باندنیو چارو د وزارت د بشري حقوقو او ښځو دچارو ریْسه ده هغه د علماوو د شورا اعلامیه یواځي یوه اعلامیه ګڼي او وايي چې د علماوو شورا مشورتي رول لري هغې د امریکا غږ آشنا تلویزون ته په مرکه کې داسي وویل ،، د علماوو د شورا د د وروستي اعلامیې په هکله اندېښنې بې ځایه دي ځکه دا یواځي اعلامیه ده کومه فتوا نه ده، کوم قانوني بنسټ نلري او په میاشت کې یوځل علما کښیني او ددوي رول مشورتی دی. د افغانستان د اساسی قانون پر بنسټ باندي هر څوک چې په افغانستان کې اوسیږي حق لري چې خپل نظر بیان کړي،،.

میرمن وردک زیاتوي چې د علماوو د شورا په اعلامیه کې مثبت ټکي هم ذکر شوي دي او رسنۍ منفی مسایلو ته ډیره پاملرنه کوي.،، په بیانه کې د ښځو په ګټه ډیرې خبري شوي دي چې په کښي د میراث مسله، د ښځو په رضا د دوي د ژوند د خاوند د ټاکلو مسله او تر ټولو مهمه دا چي د علماوو شورا هغو کسانو ته د کفر خطاب کړی دی چې د ښځو سره زور زیاتی کوي،،.

فعالین اندېښنه لري چې د ۲۰۰۱ کال راهیسي چې د ښځو د حقوقو په برخه کې کوم پرمختګونه چې شوي دي، هغه ښايي په دې بهیر کې له منځه ولاړ شي. کله چې طالبان په قدرت کې وو، نو ښځې د ښوونځیوو د تګ نه منع وې او باید چادرۍ یې اغوستي وای.دغه راز ښځو ته اجازه نه وه چې د نارینه محرم نه پرته د کوره دباندي راووځي.

مریم درانی
مریم درانی

سږکال د ښځو د نړیوال ورځې په مناسبت د امریکا د باندنیو چارو په وزارت کې د امریکا د ولسمشر د میرمنې میشل اوباما او د امریکا د باندنیو چارو د وزیرې هیلري کلینټن له خوا د نړۍ ۱۰ میرمنو ته د دوي د زړوتیا په خاطر کلنیزې جایزې ورکړې شوې.

د جایزو په وړونکو کې یوه افغانه میرمن میریم دوراني هم شامله و چې د کندهار په ولایتي شورا کې کار کوي او په دغه ولایت کې د ښځو دپاره یوه راډیويي خپرونه چلوي. مریم دوراني د امریکا غږ سره د مرکې پر مهال داسي وویل: ،، دا د ډیرې خوشالۍ ځای دی چې د افغانستان د یو ولایت په استاځیتوب باندي زه دلته راغلې یم او دغه د ویاړ ډکه جایزه ترلاسه کوم. زه دا ځان ته یواځي ویاړ نه بلم بلکې د کندهار د ټولو هغو ښځو د پاره د ویاړ ځای ګنم چې د ښځو دپاره په بیلابیلو برخو کې هلې ځلې کوي،،.

مریم دوراني چې د خپلو فعالیتونو په خاطر څو واري د ګواښ سره مخامخ شوې ده. د امنیت نشتوالی د ښځو د پرمختګ پر وړاندې ډیره ستره ستونزه بولي.

د افغانستان حکومت اوس هلې ځلي کوي چي ددغه هیواد ستونزې ته سیاسي حل لاره پیدا کړي او په همدغه لړ کې غواړي چې د وسله والوو مخالفینو سره د سولې خبري وکړي. افغان میرمنې اندېښنه لري چې حکومت د دوي د حقوقو پر سر معامله ونکړي او هغه لاسته راوړنې چې افغان میرمنو په تیر لسو کلونو کې د ژوند په بیلابیلو برخو کې درلودې هغه د لاسه ولاړې نشي.

XS
SM
MD
LG