د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه:افغانستان کې په ښځو د تشدد پیښې څلور چنده زیاتې شویدي.


Afghanistan women
Afghanistan women

د ملګرو ملتونو یو راپور ښیی چی د افغانستان په ښآری محاکمو کی د ښځو به وړاندی د تاو تریخوالی ثبت شوی پيښی تر پروسږ کال څلور چنده زیاتی شوی دی .
د ملګرو ملتونو د بشری حقونو څانګه وایی سږ کال د ښځو په وړاندی د تاو تریخوالی څلور زره پيښی ثبت شوی دی .

په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی دفتر یوناما نن په کابل ښآر کی یو راپور خپور کړ چی ورکی ویل شوی په دغه هیواد کی د ښځو په وږړاندی تاوتریخوالو زور موندلی دی خو له دی سره سره په ښآری محکمو کی د دغه راز پیښو د ثبتولو کچه هم لوړه شوی ده .
دیوناما دغه راپور چی( د تګ لپآره اوږده لار په مخکی ) نومیږی د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کی له ۲۰۰ قربانیانو سره د مرکو پر اساس جوړ شوی وایی سره له دی چی افغان حکومت د ښځو سره د تاونریخوالی د منعی قانون پلی کړی دی خو بیا هم دیری داسی پیښی شته چی د عدلی او قضایی ارګانونو سره ندی ثبت شوی .

د یوناما د بشری حقونو د څانګی مشره جورجیت ګنیان وایی که څّه هم په محاکمو کی له ښځو سره د تاو تریخوالی د پیښو د ثبت کچه لوړه شوی ده خو له دی سره سره د ښځو په وړاندی د تاو تریخوالی پیښی هم زیاتی شوی دی

د یوناما د بشری حقونو څانګه وایی روان کال ورسره د دغه راز ټاو تریخوالو ۴۰۰۰ شمیره ثبت شوی ده .
خو په افغانستان کی د ښخو د شبکی غړی سیلی غفار پّه دی اند ده چی د افغانو میرمنو په وړاندی د تاوتریخوالو د داسی راپورونو خپرول به هیڅکله هم د دوی ستونزی هواری نه کړی بلکه د د ښځو به وړاندی تاو تریخوالی به هله کم او ورک شی چی عاملین یی سزا ووینی.

هغه کسان چی د جنایاتو مرتکب کیږی لا هم د قانون منګولو ته ندی سپآرل شوی او کله چی هغوی قانون ته نه سپآرل کیږی نو ښکاره خبره ده چی ښځو سره د تاوتریخوالی د قانون تطبیقول هم نا شونی دی .
د ملګرو ملتونو د وینا په اساس نن د ښځو په وړاندی د تاوتریخوالی د نړیوال کمپاین شپارلسمه ورځ ده

په افغانستان کی د ښځو په وړاندی د تاو تریخوالی د منعی قانون په کال ۲۰۰۹ کی تصویب شو او ورکی د ماشومانو ودونه ، جبری ودونه ، د ښځو خرڅونه، په بدل کی د ښځو ورکول ، او د ښځو په وړاندی د تاو تریخوالی ۱۷ نور عملونه غیر قانونی پیژندل شوی او د مرتکبینو لپآره یی جزا ګانی ټآکل شوی دی .

یوناما د دغه راپور د خپرولو تر څنګ افغان دولت ته ځینی سپارښتنی هم کړی دی
دوی وایی د ولسمشر په ګډون لوؤ بوړی چارواکی باید په دی تینګار وکړی چی د ښو د حقونو پر مختګ او ساتنه د سولی د بهیر اساسی برخه او لومړیتوب وګرځی .

او په کور دننه دی د ښخو په وړاندی د تاوتریخوالو د دوسیو د تعقیب او ثبتولو لپآره ځانګړی میکانیزم جوړ شی
XS
SM
MD
LG