د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو وزارت ښځو ته د اوسیدو مرکزونه پرانیزي


د ښځو وزارت ښځو ته د اوسیدو مرکزونه پرانیزي
د ښځو وزارت ښځو ته د اوسیدو مرکزونه پرانیزي

افغان حکومت وايي چې دوی پلان لري چې د ښځو لپاره په جوړو شویو پناځایونو باندې کنترول ترلاسه کړي.

د حکومت په دغه اقدام باندې د بشر د حقوقو د نړېوالو موسسو له خوا نه انتقاد شویدی.

د ښځو د چارو وزېرې حسن بانو غضنفر خبریالانو ته نن وویل چې حکومت ددغو پناځایونو په چلولو کې ستونزې لیدلې. په دې لړ کې د مالي خورد برد امکانات هم شامل دي.

په افغانستان کې دا وخت د میرمنو دغه ډول یوولس رسمي پناځایونه موجو دي او ۲۱۰ میرمنې پکې اوسیږي.

د بشر د حقوقو له خوانه یوه خبرلیک کې د حکومت په دغه فیصله باندې انتقاد شویدی. د بشر د حقوقو موسسه وايي چې دغه اقدام په حکومت کې د محافظه کارانو د غټ نفوذ د موجودیت څرگندونه کوي.

ددغو پناځایونو شتون د افغانستان په دودیزه فضا کې چې د ښځو ژوند پکې ډیر محدود دی د بیلابیلو غبرګونونو سره مخ دی. ځینې کسان دولت په دې تورنوي چې ګواکې د داسی کورونو په جوړولو سره یی افغان میرمنو ته دا جرات وربخښلی چې د هیواد د دودونو او عنعنو پر خلاف ګام پورته کړي او په کورنی کې د وړو تاو تریخوالو له وجی له کوره و تښتي او دې کورونو ته پناه یوسي.

له بلې خوا ددې راز مراکزو پر خلاف نورې ګنګوسې هم تر غوږو کیږي او هغه دا چې په دې مراکزو کې د ښځو نه ناوړه ګټې اخیستنې کیږي او هغوی اخلاقي فساد ته اړ باسل کیږي.

خو د ښځو چارو وزارت دا ګنګوسې ردوي او وایي د دولت له خوا ددې مراکزو کنترول ددې تر څنګ چې د افغان دولت دنده او مسولیت دی ددغو ګنګوسو نه به هم مخنیوی وکړي او هغه ښخې چې د کورني تاوتریخوالې له وجې له خطر سره مخ دي یا بې سر پرسته دي او یا هم د بهر نه بیرته هیواد ته راګرځیدلي او ځای ځایګی نلری وبه کړای شي چې په دغو پناځایونو کې ژوند وکړي.

XS
SM
MD
LG