د لاس رسي وړ اتصالات

نیم میلیون افغان میرمنې او ماشومان په مخدراتو روږدي دي


د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال محمد ابراهیم وایي " د ۱۱۰ نه تر ۲۵۰ زرو پورې میرمنې په افغانستان کې په نشه يي توکو روږدي دي"
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال محمد ابراهیم وایي " د ۱۱۰ نه تر ۲۵۰ زرو پورې میرمنې په افغانستان کې په نشه يي توکو روږدي دي"

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال محمد ابراهیم ازهر امریکا غږ ته وویل په افغانستان کې د نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمیرنې هغه سروې چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو تر منځ ترسره شوي دا ښيي چې نژدې یو میلیون او شپږ سوه زره افغانان په نشه يي توکو روږدي دي چې په دې شمیره کې شاو خوا پنځه سوه زره میرمنې او ماشومان هم شامل دي.

هغه وویل "زموږ موندنې ښيي چې د ۱۱۰ نه تر ۲۵۰ زرو پورې میرمنې په افغانستان کې په نشه يي توکو روږدي دي، په پيل کې میرمنې اپینو باندې روږدي کیږي او کله چې اپين ورباندې اثر نه کوي بیا هیرویونو ته مخه کوي، چې اکثره یې په سرحدي ولایتونو لکه هرات، نیمروز، فراه، کندهار او ننګرهار کې دي، دغه راز، زموږ موندنې ښيي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۵۰ زره ماشومان هم په نشه يي توکو روږدي دي."

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د چارواکو پر وینا پر نشه يي توکو روږدي اکثره ماشومان او میرمنې د افغانستان په لېرې پرتو سیمو او کلیو کې میشت دي چې د نشه يي توکو د زیانونو په اړه پوهاوی نه لري او له دغو توکو څخه د درملنې لپاره کار اخلي، چې د وخت په تیریدو سره ورباندې روږدي کیږي.

پر نشه يي توکو روږدې یوه نجلې چې نږدې شل کاله عمر لري او د نوم له ښودلو ډډه کوي وايي کله به یې چې پر سر درد شو نو تریاک به يې خوړل چې وروسته ورباندې روږدې شوه.

هغې وویل "سر به مې ډير درد کاوه، پیسې راسره نه وې چې ډاکټر ته لاړه شم او درمل واخلم، په همدې خاطر مې اپين خوړ، چې اپين به مې وخوړل د سر درد به مې لږ شو."

دغه راز، په کابل کې د صمیم په نوم پر هیروینو روږدی یو ځوان وايي دیارلس کلن و چې د هیروینو پر څکلو یې پيل وکړ.

صمیم چې اوس نږدې شل کلن شوی وايي د کابل په ښار کې نشه يي توکي په آسانه پيدا کیږي نو ځکه ورباندې روږدې شوی دی.

هغه له دولت څخه غواړي چې درملنه یې وکړي "پرون هم دلته یو کس مړ شو، سهار یو بل کس د سړی هوا له امله د مرګ په حال کې و، که هلکانو ورته دوا ورکړې نه وی مړ شوی به و. هره ورځ نشه یان زیاتیږي، دولت باید زموږ درملنه وکړي، پوډر دې ورک کړي او د نشه يانو په فکر کې دې شي."

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال په ټول افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره ۱۰۷ مرکزونه شته چې ۲۸ یې یواځې په کابل ښار کې فعالیت کوي.

د دغه وزارت د چارواکو پر وینا په دغو مرکزونو کښې پر نشه يي توکو د روږدو میرمنو د درملنې لپاره هم ځانګړي روغتونونه شته خو په دغو روغتونونو کې د ټولنیزو دودونو پر بنسټ زیات شمیر کورنۍ د خپلو روږدو میرمنو درملنې ته زړه نه ښه کوي.

XS
SM
MD
LG