د لاس رسي وړ اتصالات

په مزارشریف کې نجونې آی ټي زده کوي


په مزارشریف کې نجونې آی ټي زده کوي
په مزارشریف کې نجونې آی ټي زده کوي

فنګیس کاکړ ځوانه میرمن ده. دا په مزارشریف کې ریحان آی ټي یا معلوماتي تکنالوژی کمپنۍ چلوي. پدې کمپنۍ کې یې د ښځو د زدکړی لپاره امکانات برابر کړیدي

د ریحان په کمپنی کی هغه میرمنی چی په دولتی او غیر دولتی ادارو کی کار کوی او همدا راز په ښونځیو کی درس وایي او یا درس ورکوی کولای شی زده کړه وکړي.

په افغانستان کی ښځو اوس د خلکو لپاره داسی ځواک معرفی کړی چی دوی کولای شی ستر کارونه هم تر سره کړی حتی کولای شی تجارت او د ارتباطاتی کمپنی وچلوی

فرنګیس کاکړ پدی باور ده چی که میرمنی کار کوی نو لازمه ده چی خپل معلومات هم اپدیټ یا هر کله تازه کړی.

رعنا رجبی بل افغانه میرمن ده چې په یو فرهنګی مرکز کی کار کوی دا دلته راغلی چی د کامپیوټر زده کړه وکړی او وایی چی دایی د کار لپاره ډيره مهمه ده:

(زه فکر کوم چی کله څوک وغواړی په کومه دولتی یا غیر دولتی اداره کی کار وکړی د انګریزی ژبی او کامپیوټر پوهه ورته ضروری شوی ځکه چی اوس مونږ بی له کامپیوتره نشو کولای اداری چاری ښی او ژر پر مخ یوسو نو د کار دپاره کامپیوټر او د کامپیوټری چارو لپاره انګریزی ژبه ضروری ده.)

رعا رجبی وایی چی د هغه ښځولپاره چی د کوره بهر کار کوی په کامپیوټر د کار زده کړه او همداشان نوی تکنالوژی ته لاسرسی مهم دی خو داچی د زدکړی لپاره د یو ښځینه روزنیز مرکز موجودیت څومره ضروری دی دا پیغله یی په اړه وایي.

ځینی داسې کورنۍ دي چې که چیرې کوم نارینه په کورس کې وي نو ښځو ته اجازه نه ورکوي چې زدکړه پکې وکړي ددې لپاره چی متعصب دي نو دا چې زدکړه لازمه ده نو باید د ښځو لپاره ځانګړی روزنیز مرکزونه وي چې پکې زده کړي وکړي.

فرنګیس کاکړی چی د انجنیری له پوهنځی فارغه شوې او د روزنیز مرکز استادانی یی هم ښځینه غوره کړیدي.

د ریحان تکنالوژی په مرکز کی اوس مهال تر دیرشو زیاتی میرمنی په زده کړه بوختی دی خو دا مرکزد تر شپیتو میرمنو د جذب ظرفیت لري.

هرڅه پدی مرکز کی وړیا دی دا ددی لپاره چی د کامپوټر زدکړی د پروګرامونو ملاتړ یی د ای اس جی پی یا د امریکا د سفارت پوری اړوندی اداری په مرسته کیږي.

XS
SM
MD
LG