د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د علماوو پریکړه لیک شرعي دی او افغانان شریعت مني


په افغانستان کې نن د ښځو نړیواله ورځ په داسي حال کې ولمانځل شوه چې د افغانستان د دیني علماوو د شورا له خوا په دې ورستیوو کې یو پریکړه لیک خپور شو چې د ښځو چال چلند تشریح کوي. دې اقدام فعالین په اندېښه کړي دي ځکه دوي وايي چې دا په افغانستان کې د ښځو د حقوقو په برخه کې یو ستر پرشا تګ دی.

د سې شنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د علماوو د شورا یو داسي سند تایید کړ چې په لړ کې یې مړونه کولای شي چې په خاصو شرایطوو کې خپلې میرمنې ووهي. دغه سند په ټولنه کې د جنسیت پر بنسټ تقسیمات رامنځ ته کوي.

د علماوو د شورا دغه وروستی پریکړه لیک چې د تیرې جمعې په ورځ خپور شو د ملي سیاسي موضوګانو د یوه اوږده بهیر یوه برخه ده او په کښي راغلي دي چې ددغه پریکړه لیک مادې دي مذهبي ښځې په داوطلبه توګه رعایت کړي، خو دې پریکړه لیک د ښځو د حقوقو فعالین په اندېښنه کړي دي.

ددغه پریکړه لیک په مادو کې ویل شوي چې ښځې نه باید په ښوونځیو، دفاترو او مارکیټونو کې د بیګانه نارینوو سره خبري وکړي. دغه راز د میرمنې وهل هغه وخت ناجایز ګڼل کېږي چې د شریعت پر بنسټ یې شکایت نه وي شوی.

کله چې د سې شنبې په ورځ د ولسمشر حامد کرزي څخه ددغه پریکړه لیک په هکله پوښتنه وشوه نو ښاغلي کرزي وویل چې دا کار د اسلامي قانون سره برابر دی او په هکله یې د ښځوو د ډلو سره سلامشورې شوي دي. ولسمشر کرزي د کومې خاصې ډلې نوم وانه خیستی.

ولسمشر کرزي داسي وویل: ،،په خپل میاشتني ریپوټ کې د علماوو شورا اسلامي ارزښتونه او بنسټونه بیان کړي دي چې په ټولنه کې د ښځو د دریځ د ښه کیدو نه ملاتړ کوي. دا زمونږ د هیواد د شریعي قانون پر اساس کار دی او ټول مسلمانان او ټول افغانان شریعي قانون مني.،،

ویل کېږي چې په عامه د علماوو د پریکړه لیک نه د ولسمشر کرزي د ملاتړ موخه ښايي دا وي چې خپل حکومت و طالبانو ته د منلو وړ وښيي یا غواړي چې د دیني علماوو ملاتړ ترلاسه کړي ځکه هغوي کولای شي چې د طالبانو سره د خبرو پرمهال منځګړوي وکړي.

په هر ډول چې وي، ښځې په دې باور دي چې د ولسمشر کرزي توشیح د دې معنی ورکوي چې اوسني قوانین چې د ښځو حقوق تامینوي، د طالبانو سره د سولې د خبرو په خاطر قرباني کېږي.

شکریه بارکزی په پارلمان کې د کابل ولایت استاځې ده او د ښځو په چارو کې فعالیت کوي. هغه وايي چې اندېښنه لري چې ولسمشر کرزي د علماوو شورا د هیواد اوسني قوانین د پامه غورځوي او د ښځو حقوق د سیاسي لوبې د یوې برخې په توګه استفاده کېږي.

هغه داسي وايي: ،،د علماوو شورا غواړي چې د دې نه د ښځو پر ضد استفاده وکړي. دوي داسي فکر کوي چې مونږ ملاتړي نه لرو. زه باور لرم چې مونږ حمایت لرو او غواړم دوي ته دومره ووایم چې که چیري دوي زمونږ د لاسته راوړنو سره معامله وکړي نو سباح به د دوي خپلې پریکړې دوي نه نیسي،،

۱۸ کلنه مریم مهر د افغانستان د ملي بسکیټ بال د ټیم غړې ده چې د آیساف د ښځینه ټیم سره دوستانه لوبې کوي هغه داسي وايي: ،،زه دا منم چې مونږ مسلمانان یو او باید د اسلامي قوانینو درناوی وکړو خو زمونږ علما د داسي مسایلو په هکله خبري کوي چې پر زیات شمیر افغانانو باندي بندیزونه لګوي دا باید داسي نه وي.،،

فعالین اندېښنه لري چې د ۲۰۰۱ کال راهیسي چې د ښځو د حقوقو په برخه کې کوم پرمختګونه چې شوي دي، هغه ښايي په دې بهیر کې له منځه ولاړ شي. کله چې طالبان په قدرت کې وو، نو ښځې د ښوونځیوو د تګ نه منع وې او باید چادرۍ یې اغوستي وای.دغه راز ښځو ته اجازه نه وه چې د نارینه محرم نه پرته د کوره دباندي راووځي.

XS
SM
MD
LG