د لاس رسي وړ اتصالات

افغان مدني ټولنې د ښځو د حقونو د څار کمیټه جوړه کړه


افغان مدني ټولنې د ښځو د حقونو د څار کمیټه جوړه کړه
افغان مدني ټولنې د ښځو د حقونو د څار کمیټه جوړه کړه

د افغانستان د مدنی ټولنی او بشری حقونو سازمان د ملګرو ملتونو د ۱۳۲۵ پریکړه لیک څخه د ملاتړ او څار کمیته جوړه کړه .

دا پریکړه لیک د ښځو د بشري حقونو په اړه دی. ددی پریکړه لیک پر اساس د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه باید د خپلو هیوادونو په ټولنیزې ودې کې د ښځو رول په پام کې وساتي

د ملګرو ملتونو د سازمان د ۱۳۲۵ پریکړه لیک سترې موخی دا دي چې باید د جګړو د ختمیدو او سولی په بهیر کې د ښخو مهم رول ته پاملرنه وشي.

دا پریکړه لیک د ملګرو ملتونو د سازمان له غړو هیوادونو نه غواړی چې د ښخو او نجونو د حقونو ساتنه او پالنه دی په خپلو اساسی قوانینو او عدلی او قضایی سیستومونو کې ځای پرځای کړي.

همدا رنګه دا پریکړه لیک د جګړو پر مهال په هیوادونو کی د ښخو او نجونو پر وړاندی د جنسی تاو تریخوالی د نه کیدو لپاره ټینګار کوي او غواړي چې د سولی د تامینیدو لپاره دې د ښخو او نارینو لپاره داسی پروګرامونه جوړ کړي چې هلته د ښخو لپاره تعلیم او زده کړه عامه وي او له دولتونو نه غوښتل شوې چې ددې پریکړه لیک د فیصلو نه د ملاتړ په خاطر دې خپل ملي پروګرامونه جوړ او د هغو د عملی کیدو نه دې د ملګرو ملتونو سازمان ته ډاډ ورکړي او په اخر کې د جګړو د ښکیلو خواوو نه غوښتل شوي چې د ښخو حقونو ته احترام وکړي او د جګړو پر مهال دې د جنسي تاو تریخوالی د مخنیوي په خاطر داسې پریکړې او فیصلې وکړي چې عملي بڼه ولري.

خو د افغانستان د مدنی ټولنو او بشري حقونو سازمان وایي ایا د افغانستان بیلابیل بنسټونه به ددې پریکړه لیک ګټې په دې هیواد کې پلې کړي؟ او یا د ښځو د حقوقي موضوعاتو په اړه د عدالت غوښتنه وشي؟

ددې ټولو د عملی کیدو لپاره خو د څار او ملاتړ کمیته جوړه شوه تر څو په دریو برځو کې او د ټولنې د دریو ډلو تر منځ خپل پروګرامونه پلې کړي.

ددې پریکړه لیک د ملاتړ کونکو تر منځ چې دولتي او غیر دولتي مسولین به پکې راځي د مشاورینو په ډله کې چې د ټولنیزو یا مدني بنسټونو فعالې میرمنې پکې برخه لري او د هغو تحصیل کړو ښځو په ډله کې چې د میرمنو لپاره د عدالت غوښتنه کوي خو د دولت یا مدني ټولنو غړي نه دي.

له بلې خوا د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره وایي په ټولنو کې د نارینو له خوا جګړو ته لمن وهل کیږي خو دا ښځې دې چې ددې جګړو لومړنۍ قربانیانې دي له همدې امله دوی د جګړو دروند پیټی ډیر احساسوی نو ځکه دا پریکړه لیک دا وایي چې د جګړو په بهیر کې هیوادونه دې باید د سولې د رواستو په بهیر کې د ښځو عمده رول له پآمه ونه غورځوي.

سیما سمر وایی په افغتنی ټولنی کی نن سبا سوچ کیږی چی د ا یواځی نارینه دی چی هیواد ته سوله راوستی شي.

خو د میرمن ثمر په اند ددې پریکړه لیک په وړاندې په افغانستان کې څه ستونزې هم پرتې دي چې د ټولنی په سیاسي چارو کې د ښځو د ګډون لپاره د يوې ژمنې نه شتون دی ښخو ته تر هغه ونډه نه ورکول کیږي چې هلته دلته ددې کار په اړه يوې ژمنی نه شتون دی ښخوته تر هغه ونده نه ورکول کیږی چې ددې کار په اړه ږغونه جګ نشي نو بیا ښځو ته په سمبولیک ډول یو څه برخه ورکول کیږي او د ملګرو ملتونو د سازمان نه غواړي چې افغان دولت دې په دی برخه کې خپلو مسولیتونو ته متوجه کړي.

XS
SM
MD
LG