د لاس رسي وړ اتصالات

هراتۍ نجونو په لومړي ځل د بایسکل ځغلونې سیالي وکړه


د نجونو د بایسکل ځغلونې دغو سیالیو نوم، د ځان پر ضد د ټولنې ناسمو دودونه "نه" ووايي، و.

د نجونو د بایسکل ځغلونې دغو سیالیو نوم، د ځان پر ضد د ټولنې ناسمو دودونه "نه" ووايي، و.

په هرات کې په لومړي ځل نجونو د بایسکل ځغلونې سیالي وکړه. د سیالۍ تنظیمونکي وايي د دغه کار هدف په ټولنې کې د ښځو د حضور زیاتوالی او د هغوی په وړاندې د ناسمو دودونو پر ضد مبارزه ده.

د نجونو د بایسکل ځغلونې دغو سیالیو ته د ځان پر ضد د ټولنې ناسمو دودونه "نه" ووايئ، نوم ورکړل شوی و. بایسکل ځلغونکې وایي، هڅه کوي له دې لارې د ښځو حقونو ته مبارزه دوامداره او پراخه کړي.

په دغو سیالیو کې ۲۴۵ نجونو برخه اخیستې وه.

په دغو سیالیو کې ۲۴۵ نجونو برخه اخیستې وه.

د " مبارزو نجونو" په نامه یوې پنځه کسیزې ډلې دغه سیالي جوړه کړې وه، چې ۲۵ نجونو په کې بایسکل وځغلوه؛ د نجونو عمرونه د ۱۵ او ۲۰ کلونو ترمنځ وو. دوی د هرات ښار نه د باندې د غره په یوڅنډې کې سیالي وکړه.

دا سیالي تر ډېره سمبولیکه وه او بایسکل ځغلوونکو په کې ۶۰۰ مېتره واټن وواهه.

بایسکل ځغلونکې وايي دوی د ښځو د حقونو مبارزه په کورونو کې هم پیلوي.

بایسکل ځغلونکې وايي دوی د ښځو د حقونو مبارزه په کورونو کې هم پیلوي.

د سیالیو یوه تنظمیونکې سهبا بارکزۍ وايي د ښځو د فعالیتونو په اړه د ورزشکارو نجونو په اړه د نارینو د ناسم درک او د لوبغاړو د خوندیتوب په موخه یې، دغه سیالي د عامو خلکو له نظر نه پناه وکړه.

بایسکل ځغلونکې الهه خالقي وايي دا لومړی ځل دی چې دوی د ښځو په وړاندې د ټولنې د ناسمو دودونو پر ضد دا ډول اقدام کوي، خو هیله یې دا ده چې له دې وروسته به دا مبارزه په کورونو کې هم پیلوي.

دغه سیالۍ د نارینو او عامو خلکو له نظر نه پټه او پناه وشوه.

دغه سیالۍ د نارینو او عامو خلکو له نظر نه پټه او پناه وشوه.

په هرات کې مدني فعالانو هم دغه کار وستایه او تر څنګ یې له نارینو یې وغوښتل ښځو ته لا درناوی زیات کړي. هغوی له کورنیو هم وغوښتل، چې خپل لورګانو او زامنو ته مساوي حقونه او اسانتیاوې ورکړې او ورزشونو ته یې وهڅوي.

هرات د افغانستان د هغو ولایتونو په سر کې شمېرل کیږي، چې په کې په تېرې څه باندې یوې لسیزې کې په کې د ښځو او نجونو د لوبو او ورزش په برخه کې پام وړ کارونه شوي دي.

دا لومړی ځل و، چې په هرات کې دا ډول یوه سیالي وشوه

دا لومړی ځل و، چې په هرات کې دا ډول یوه سیالي وشوه

XS
SM
MD
LG