د لاس رسي وړ اتصالات

ملگرو متلونو نن د افغان میرمنو ژوند ته د پاملرنې غږ وکړ


ملگرو متلونو نن د افغان میرمنو ژوند ته د پاملرنې غږ وکړ

ملگرو متلونو نن د افغان میرمنو ژوند ته د پاملرنې غږ وکړ

ملگري ملتونه وايي چې په افغانستان کې په ډېر کم عمر د جنکو ودول او د عزت او شرم په نوم د ښځو وژل دبشري حقوقو څخه ښکاره سرغړونه ده.

یو راپور چې نن په کابل کې د ملگرو ملتونو دفتر په دې اړه خپور کړی دی، د افغانستان د حکومت د مسوولینو نه په کې غوښتل شوي دي چې د ښځو د ژوند او حقوقو د خوندي ساتلو لپاره باید حکومت هغه قانون تطبیق کړي چې پروسږکال منظور شوی وو.

دا قانون چې د ښځو پر خلاف د تشدد د ختمولو لپاره جوړ شوی دی، چا ته ددې اجازه نه ورکوي چې کومه وړه ماشومه واده کړي او یا د واده په نیت ښځې خرڅې شي او یا یې څوک واخلي.

د ملگرو ملتونو دا رپوټ وایي چې کله کله په افغانستان کې ځینې دیني عالیمان، د اسلامي قوانینو تشریح او تحلیل په دې ډول کوي چی په ځیني مواردو کې د دیني حکمونو تر نامه لاندې ټولنیز دودونه رواجونه تطبیق کېږي.

د ملگرو ملتونو دا رپوټ وایی چې په کم عمر کې د جنکو ودول او ځینې نور رواجونه اصلا د اسلامي شریعت او د افغانستان د مدني قانونو د روح سره سمون نه خوري.

د ملگرو ملتونو دفتر وویل چې ددې راپور په برابرلو کې یې د افغانستان په ٢٩ ولایتونو کې سږکال د خلکو سره مرکې کړې وې او د هغوی نظر یې واخیست.

XS
SM
MD
LG