د لاس رسي وړ اتصالات

د نجونو د ولیبال لوبډلې د دولت ملاتړ غواړي


په کابل کې د والیبال د برخې لوبغاړې وايي که څه هم زیات وخت کیږي چې نجونې په مرکزي ولایتونو کې والیبال کوي خو، پاملرنه نه کیږي او بهرنیو سیالیو ته هم نه دي استول شوي.

دوی وايي چې یوازې په مرکز کې په بېلابېلو سیالیو کې ګډون کوي او غواړي چې له دې لارې نجونې ورزش کولو ته وهڅوي.

د فروزان په نوم یوې لوبغاړې امریکا غږ ته وویل چې شپږ کاله کیږي چې له بغلان ولایت څخه لوبو کولو لپاره کابل ته راغلې ده او په خورا سختیو کې د افغانستان د والیبال د ملي‌ لوبډلې لپاره لوبیږي خو، هدف یې یوازې د نورو نجونو هڅول دي.

فروزان وايي "موږ دوامداره تمرین نه لرو هر وخت جمنازیوم مصروف وي ،‌دلته په کابل کې لوبې کیږي‌ او هغه نجونې چې په ولایتونو کې دي ملي لوبډلې ته نه جذبیږي. "

په ورته وخت کې د والیبال فدراسیون وايي چې دوی نجونو لپاره سم ځای په واک کې نه لري چې په ښه توګه وکولای شي نجونې ورزوي ، خو له شته آسانتیاو څخه په ګټې اخیستنې سره خپل کار ته یې دوام ورکړی دی.

ولیبالرانې وايي چې دوی تر ډېره په خپلو شخصي لګښتونو لوبې کوي.
ولیبالرانې وايي چې دوی تر ډېره په خپلو شخصي لګښتونو لوبې کوي.

همدا شان نن د کابل کپ په نوم د والیبال ټاکنیزې سیالۍ هم پیل شوې چې پکې شپږو لوبډلو ګډون کړی دی.

دا سیالۍ چې به تر دریو ورځو پورې دوام وکړي هدف یې د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

د والیبال فدراسیون وايي چې غواړي له دغو سیالیو سره نورې نجونې په تیره د ښوونځیو نجونې له دوی سره یوځای کیدو ته وهڅوي.

د والیبال د ملي‌لوبډلې روزنکی فهیم وايي چې دوی تر خپلې وسې نجونو ته د لوبو کولو زمینه برابره کړې ده او تمه ده چې وکولای شي نورې نجونوې هم ورزش کولو ته راوبولي.
فهیم وايي "د هلکانو په پرتله د نجونو ستونزې ډیرې دي دوی نشي کولای چې په آزاده توګه تمرین ته راشي ، د لوبو وړ ځایونه نه لري په یو کال کې لږترلږه درې ځلې د تمرین کولو زمینه برابریږي."

د افغانستان د والیبال فدراسیون وايي دوی هڅې پیل کړي چې وکولی شي یو بهرنیو روزنکی په دنده وګماري ترڅو وکولای شي نجونو ته په اساسي توګه روزنه ورکړي.

اوس مهال په کابل ،‌هرات ،‌بلخ ،‌کندز او بغلان ولایتونو کې نجونې د والیبال لوبه پرمخ وړي چې ۲۸ تنه یې د ځوانانو او د ملي‌لوبډلو غړیتوب لري.

XS
SM
MD
LG