د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې ډیرې میرمنې د اخلاقي جرمونو په تور زندانیانې دي


په افغانستان کې د اخلاقي جرمونو په تور د ۴۰۰ نه زیاتي ښځې زندانونو ته اچول شوي دي.

د بشري حقوقو د څار نړیواله ډله په یو نوی رپوټ کې وایي چی د ۴۰۰ نه زیاتي ښځې د افغانستان په زندان کې د دې لپاره اچول شوي دي چی د کورنۍ تاوتریخوالې د لاسه د خپلو کورونو نه یا هم په زوره د ودولو نه تښتیدلي دي.

رپوټ وایي ښځې چې غواړي د دغسې بدمرغیو نه وتښتي په مکرره توګه د زنا یې محصنه تورونه ورباندی لګول کیږی او د هغه څه په تور چې ورته -- اخلاقي جرمونه – ویل کیږي په زندانونو کې اچول کیږي.

رپوټ وايي چې که څه هم دغه ښځې په زندان کې اچول کیږي خو هغه کسان چې د دغو ښځو سره بد چلند کړی دی آزاده ګرځي.

XS
SM
MD
LG