د لاس رسي وړ اتصالات

ډاکټرعبدالله د جمهوري ریاست انتخاباتو ته ودرید


ډاکټر عبدالله عبدالله په داسې حال کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ورغی چی د حزب اسلامي ، جمعیت اسلامي او افغانستان د خلکو د ملي وحدت د ګوندونو ، د افغانستان د سولې د عالي شورا ، ولسي جرګې او مشرانو جرګي زیات شمیر غړی یی هم په بدرګه کې ول .

تر هغه وروسته چي ډاکټر عبدالله د ټآکنو د خپلواک کمیسیون سره د رسمي کاندید په توګه ثبت شو، خبریالانو ته یی وويل " نیت یی دا دی چې د خلکو په ژوند کی بدلون راولي .

" زموږ هیله زموږ د خلکو لپآره با عزته سوله ، باعزته او ښه ژوند دی. د داسې ادارې د جوړولو هڅه به کوو چې د قانون او خلکو په وړاندې ځوابګویه وي ، داسی اداره چی د خلکو ملاتړ ولري او له اداري فساد سره مبارزه وکړي او داسی اداره چی د خلکو په ژوند کې بدلون راولي او خلک د داسی یوې ادارې په هینداره کې خپل ځان ووینی ."

داکټر عبدالله د دې تر څنګ چی افغانان یې رایو ورکولو ته وهڅول وې ویل " د افغانستان اوسنۍ اداره هم باید په ټآکنو کې لاس وهنط ونه کړي. او د کاندیدانو د ملاتړ لپآره دط له دولتي امکاناتو ګټه نه اخلي . "

عبدالله له نړیوالې ټولنط نه هم غواړي چې د ټآکنو د شفافیت په برخه کې دې خپل رول ادا کړي او وایي هیچا ته به په ټاکنو کې د درغلۍ اجازه ورنکړي.

ډاکټر عبدالله تینګار کوي چی دهیواد اوسنی کړکیچن حالت به د انتخاباتو په تر سره کیدو سره بدلون ومومي. هغه وایي د تولو افغانانو سره یی د خبرو دروازه پرانیستی ده حتا د هغه کسانو لپآره چی دا مهال په جګړه اخته دي .
عبدالله وایي د خپل هیواد د ګاونډیانو سره دوستانه اړیکې غواړي
" د افغانستان د ګاونډیانو سره دوستانه مناسبات غواړو او په دط هکله دا د افغانانو هیله هم ده او موږ هم د هیواد د ملي منافعو په نظر کې ساتلو او د خپل هیواد د ملی حاکمیت او مقابل لوری د احترام په ساتلو سره خپلی هڅی او هلی ځلی کوو.

په افغانستان او سیمې کې د امن راوستو لپآره هر ډول هلی ځلې نه سپموو او په افغانستان کی داجتماعي عدالت پر بنا د ملي وحدت تامینول ستر هدف دی . "
د ولسمشرۍ دا کاندید وایي د نړیوالو هیوادونو سره به هم په خپلو روابطو کې د هیواد ګټې په پام کې ساتي .

د هغه په وینا نړیواله ټولنه هم د افغانانوپه وړاندې ژمنې لري چی باید ادا یې کړي.
داکټرعبدالله د ولسمشرۍ کرسۍ ته د خپلې کاندیدۍ پر مهال له افغانانو سره ژمنه کوي چې په ټولنه کې به کار د شایسته سالارۍ پر اساس پر مخ بیایي.
د افغانستان د حزب اسلامي ګوند غړی، انجینر خان محمد چې د ډاکټر عبدالله د لومړي مرستیال په توګه د هغه تر څنګ ولاړ و، وایي د دوي هدف په ټولنه کې بدلون راوستل دي خو دا بدلون به کله راځي :

" که افغانان ، سیاسیون یا نړیواله ټولنه غواړي چی موجوده بحران ته د پای ټکی کیږدي، باید د افغانستان خلکو ته رجوع وشي او خلکو ته رجوع کول د هغو احزابو تقویه کول او د انتخاباتی ټیمونو سره مرسته کول دي چی په ټول ملت کی ریښې لري "

د ډاکټر عبدالله دوهم مرستیال محمد محقق چی د وحدت اسلامی افغانستان د ګوند غړی دی هم د ټاکنو په دایریدو ټینګار کوي او وایي " نن سبا په ټولنې کې بیروزګاري ، مخدره توکي او اداري فساد تر ټولو پراخې ستونزې دي نو دوي به د بریالیتوب په صورت کې له دغو ستونزو سره مبارزه په خپلو لومړیتوبونو کې ږدي خو د ګاونډیانو سره به هم نیک روابط ولري "

" مونږ باید هم د نړیوالې ټولنې باور تر لاسه کړو چی موږ سره خپلې مرستې وغځوي خو د دی سره سره باید د خپلو ګاونډیانو سره هم نیکې اړیکې وساتو. او داسی کړنې ولرو چی هغوي دا تصور ونه لري چې زموږ د خاورې نه به ورته کوم خطر متوجه وي "
سره له دې چې د ډاکټر عبدالله په دغه انتخاباتي ټیم کې د هغو ګوندونو غړی لیدل کیږي چی پخوا تر دې یې خپل منځي ستونزې درلودې، خو نن په دې باور دي چې د دوي دا اتحاد به د افغانستان د ستونزو حل کونکی شي
  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG