د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانیو د ارزښت لپاره د افغانستان بانک ډالر پلوري


نن د دوشنبې په ورځ د کابل په شهزاده سرای کې یو امریکایي ډالر په شپږ شپیته افغانیو او شل پوله تبادله کیده
نن د دوشنبې په ورځ د کابل په شهزاده سرای کې یو امریکایي ډالر په شپږ شپیته افغانیو او شل پوله تبادله کیده

له هغه وروسته چې د افغانستان بانک د ډالرو په مقابل کې د افغانیو د ارزښت د ښه کولو لپاره د بهرنیو اسعارو په تېره بیا د ډالرو لیلامول زیات کړل، له تېرې ورځې راهېسې افغانۍ د بهرنیو اسعارو په مقابل کې بېرته یو څه ښه شوې ده.

نن ورځ تر غرمې په شهزاده سرای کې یو امریکايي ډالر په شپږ شپېته افغانیو او اشل پوله خرڅېده په داسې حال کې چې تېره ورځ یو امریکايي ډالر په اته شپېته افغانۍ او اتیا پوله تبادله کېده.

په یوه ډالر کې د دوه افغانیو او شاوخوا شلو پولو د ارزښت ښه کېدل د افغانستان بانک د بهرنیو اسعارو په تېره بیا د ډالرو په لیلام پورې تړلي دي.

د افغانستان بانک له تېرې اوونۍ راهېسې د بهرنیو اسعارو لیلامونه زیات کړي دي، دا اوونۍ د افغانستان بانک په پام کې لري چې د ډالرو درې لیلامه ولري.

د افغانستان بانک مشر خلیل صدیق خبریالانو ته وویل دا اوونۍ به دغه بانک له پنځوس نه تر اتیا ملیونو ډالرو پورې لیلام وکړي، هغه وویل تېره اوونۍ یې هم دوه لیلامونه درلودل او له پنځوس نه تر اویا ملیونه ډالر یې لیلام کړي دي.

د افغانستان بانک رئيس خلیل صدیق وویل "اوس مونږ یو پروګرام لرو، چې په هفته کې درې وارې لیلام کوو، شنبې ورځې، دوشنبې او چهارشنبې، بناء دا شنبې مونږ اووه دېرش ملیونه، نن دېرش ملیونه چهارشنبې زه له اوسه نه پوهیږم، سبا به پوه شو بیا به یې اعلان کړو."

د افغانستان بانک مشر وايي، د فعلا لپاره ددغه بانک پالیسي دا ده چې لیلامونو ته به ادامه ورکوي.

بل لورته په شهزاده سرای کې صرافان وايي، د افغانیو کنټرول له افغانستان بانک سره دی او د افغانیو د ارزښت ښه کېدل د افغانستان بانک په مداخله کې ګڼي.

د شهزاده سرای د صرافانو د اتحادیې ویاند حاجي ځیرک وویل" دا هفته درې ځله دی، په راتلوونکو هفتو کې به معلومه شي، چې د افغانستان بانک دغه پروسه پدې ډول سره ساتلی شي او که یې نه شي ساتلی، دا ډېره مهمه ده، خو زه فکر کوم دا موضوع به موقتي وي، او دا به د ډېر وخت لپاره دوام و نه کړي."

د افغانستان بانک وايي په تېر یوه کال کې نېږدې پنځلس افغانۍ د یوه ډالر په وړاندې خپل ارزښت بایللی دی، دا بانک وايي ډالر د ټولو اسعارو په مقابل کې ښه شوي دي.

د افغانستان بانک وايي، د نورو ټولو بهرنیو اسعارو په منځ کې لا هم افغانۍ په ښه ځای کې قرار لري.

د افغانستان بانک په لسو کلونو کې اویا په سلو کې د لیلام له لارې د مارکیټ اړتیا پوره کړې ده.

دا بانک وايي، تېره اوونۍ ای ایم ایف یا د پیسو نړیوال وجهې صندوق د افغانستان د پیسو او ماليي پالیسۍ له جوړولو نه هم ملاتړ کړی او دا پالیسي يې تائید کړې ده.

د افغانستان بانک وايي، د افغانستان اقتصادي رشد له انفلاسیون سره مخ ندی بلکې افغانستان له دیفلاسیون سره مخ دی.

د افغانستان بانک دا ډول وايي، چې د قیمو رشد د سږني لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې منفي څلور اشاریه دوه وو.

د افغانستان اقتصادي رشد له ۲۰۱۱ میلادي کال راهېسې مخ په ځوړ روان دی، د سږني کال اټکل ښيي، چې ښايي اقتصادي رشد پدغه هیواد کې یو اشاریه نهه په سلو کې وي.

په ۲۰۱۴ کې اقتصادي رشد دوه په سلو کې، په ۲۰۱۳ کال کې څلور په سلو کې، او په ۲۰۱۲ میلادي کال کې شپږ په سلو کې وو.

پداسې حال کې چې له ۲۰۰۳ میلادي کال نه تر ۲۰۱۱ میلادي کال پورې د افغانستان اقتصادي رشد په منځنۍ کچه له نهو فیصدو نه پورته وو

XS
SM
MD
LG