د لاس رسي وړ اتصالات

افغانۍ که کلداره: په افغان سرحدي سیمو کې دا سیالي روانه ده


افغانۍ که کلداره: په افغان سرحدي سیمو کې دا سیالي روانه ده
افغانۍ که کلداره: په افغان سرحدي سیمو کې دا سیالي روانه ده

له نږدې دوه لسیزو راپدې خوا د ننګرهار ولایت په ګډون د افغانستان په یو شمېر هغو سرحدي ولایتونو کې چې د پاکستان سره ګډه پوله لري د افغانیو پر پر ځای د کلدارو کارول دود دي.

ځايي اوسیدونکي وايي، د بازارونو راکړه ورکړه په کلدارو کیږي خو کلدارو اوس دولتي دفترونو ته لار موندلې او په ځینو عایداتي ادارو کې بهرنی اسعار اخیستل کیږي.

د ننګرهار چارواکیو او سیمیزو اوسیدونکو د افغانیو د چلند لپاره د ۱۸ مادو یوه طرح تیره اونۍ د یوې غونډه کې وړاندې کړه چې له مخې به یې د دوی په وینا د افغانیو کارول دود شي.

د کلدارو پر ځای د افغانیو د چلند د دودولو په باب تر اوسه پورې ډیرې غونډې جوړې شوي دي او آن کله ناکله خو له خبرې وسلې او کوتک ته هم وتلې ده، خو بیا هم په سرحدي ولایتونو کې کلداره دود ده.

د ننګرهار ولایت چارواکي، د پوهنتون استادان او ولسي مشران د تیرې چهارشنبې په ورځ په دوې اړه په جلال آباد کې په یوې غونډه کې راټول شوي وو او یوه اتلس مادیزه طرحه وړاندې شوه .

افغانۍ که کلداره: په افغان سرحدي سیمو کې دا سیالي روانه ده
افغانۍ که کلداره: په افغان سرحدي سیمو کې دا سیالي روانه ده

د ختیځو ولایتو لپاره د افغانستان بانک ریس روح الله وايي، افغانۍ هغه مهال د بهرنیو اسعارو پر ځای دودېږي چې خلکو ته په دې اړه پوهه ورکړل شي.

د وړاندې شوې نوې طرحې لومړۍ ماده وايي، خلکو ته باید د افغانیو په اړه پوهای ورکړل شي.

روح الله وايي: دوی هڅه کوي چې د همدا ډول غونډو له لارې د خلکو احساس راژوندی کړي، ولسونو ته عامه پوهاوی ورکړي او د خپل هیواد د ملي هویت دغه پېژن پاڼه پرې وکاروي.

خو دې ته ورته نظرونه د سیمې یو شمېر نور کارپوهان هم وړاندې کوي. خو له بلې خوا سوداګر بیا د افغانیو د دودولو او کارولو پر وړاندې یو لړ ستونزې په ګوته کوي او دا نیوکه کوي چې چارواکي په خپله د افغاني بانک نوټ پر ځای په جیبونو کې کلدارې ګرځوي.

افغانۍ که کلداره: په افغان سرحدي سیمو کې دا سیالي روانه ده
افغانۍ که کلداره: په افغان سرحدي سیمو کې دا سیالي روانه ده

دوی وايي یو شمېر ادارې په لوی لاس د افغانۍ پر ځای بهرني اسعار په چلند کې اچوي چې دې عمل په خپله د افغانۍ ارزښت او چلښت غورزولی دی.

خو کتونکې وايي، د افغانیو د دودولو لپاره د ملي سوداګرو او دولتي ادارو مبارزه هغه وخت بریالۍ کیږي چې دوی دغه مبارزه له ځانه پیل کړي .

XS
SM
MD
LG