د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ د دریو سترو جامونو دپاره سیالۍ لري


د افغانستان د کرکټ نولس کلنو لوبغاړو ټیم د سه شنبې په ورځ بنگله دیش ته لاړ ،افغانستان به بنگله دیش کې د کرکټ د نولس کلنو لوبغاړو په نړیوال جام کې د دې سیالیو په ب گروپ کې د پاکستان سري لنکا او کاناډاسره سیالۍ کوي.

دا څلور ځل دی چې افغانستان د کرکټ د نولس کلنو لوبغاړو په نړیوالو سیالیو کې گډون کوي. په کال ٢٠١٠ کې په لومړي ځل دغو سیالیو کې شامل شوی و او شپاړلسم مقام ېې گټلی و، په کال ٢٠١٢ کې بیا شپږ مقام مخکې لاړ او لسم مقام ېې وگټه او په ٢٠١۴ کې نور هم ښه وځلیده او اووم مقام ته وخوت.

د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو لوبغاړو ملي ټیم
د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو لوبغاړو ملي ټیم

افغانستان د کرکټ نولس کلنو لوبغاړو ټیم به د جنوري په اته ویشتمه د پاکستان د نولس کلنو لوبغاړو ټیم سره سیالۍ کوي. افغانستان دې نه وړاندې خپله پاکستان کې د پاکستان سیال ټیم ته ماتې ورکړې وه. همدراز د هند او سري لنکا همزولي ټیمونه ېې هم مات کړیدي.

دې ټورنامنټ کې به افغانستان د جنوري په دیرشمه د سري لنکا او د فروري په لومړۍ نیټه د کاناډا د ټیم سره مقابله کوي.

د همدې فروري په میاشت کې به افغانستان د کرکټ ملي ټیم به بنگله دیش کې د اسیا جام دپاره غوراوي په سیالیو کې د هانگ کانگ، متحده عربي امارات او عمان سره شل اوریزې سیالۍ کوي چې د فروري د نولسمې نه تر دویشتمې به ترسره کیږي. افغانستان چې دې سیالیو کې اول مقام وگټي نو بیا به د فروري په اخر کې پاکستان ،هند ،بنگله دیش او سري لنکا سره د اسیا جام دپاره شل اوریزې لوبې کوي. افغانستان کال ٢٠١۴ کې هم د اسیا جام سیالیو کې گډون کړی و او په لومړي گډون سره ېې بنگله دیش ته بنگله دیش کې ماتې ورکړه.

افغانستان د کرکټ ملي ټیم به د بنگله دیش نه هند ته روانیږي او د مارچ د میاشتې په اتمه به کرکټ د شل اوریز جام په لومړي پړاو کې د هانگ کانگ، سکاټ لینډ او زمبابوې سره یوه یوه شل اوریزه لوبه کوي او د څلورو ټیمونو په گروپ کې اول مقام گټلو سره به د هند د کال ٢٠١٦ شل اوریز جام دویم گروپ کې ځای ومومي چې هلته به ورسره مقابله کې انگلستان، جنوبي افریقه، غرب الهند او د سري لنکا ټیمونه مخامخ کیږي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړی محمد شهزاد د نړۍ په مهمو لوبغاړو کې شمارل کیږي
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړی محمد شهزاد د نړۍ په مهمو لوبغاړو کې شمارل کیږي

افغانستان دا وخت د کرکټ په شل اوریزو سیالیو کې نهم مقام لري چې د کرکټ د دویمې درجې یو هیواد دپاره ستر ویاړ دی. همدا شان د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي محمد شهزاد، دولت ځدران، او محمد نبي د شل اوریزو سیالیو په غوره لوبغاړو کې شمارل کیږي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې دوی به دغو مهمو سیالیو دپاره یو قوي ټیم تیاروي ترڅو د افغانستان د کرکټ نوم هم وځلوي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG