د لاس رسي وړ اتصالات

کله چې نړیوالو کرېکټ کاوه، افغانستان څه کاوه


کله چې د کرېکټ د نړیوال جام سیالۍ کېدې، په افغانستان کې شاهي نظام نسکور او جمهوري نظام پلی شوی و.
کله چې د کرېکټ د نړیوال جام سیالۍ کېدې، په افغانستان کې شاهي نظام نسکور او جمهوري نظام پلی شوی و.

څه وخت چې د کرېکټ نړیوال جام لومړۍ سیالۍ په ١٩٧٥ کې کېدې ،هغه وخت افغانانو کرېکټ پیژنده هم نه، خو نن افغانستان د هماغو ملکونو سره د کرېکټ سیالي کوي، چا چې دا لوبه دنیا ته معرفي کړې ده.

د کرېکټ د نړیوال جام سیالۍ په لومړي ځل په کال ١٩٧٥ کې په انگلستان کې وشوې، دا هغه کال دی چې افغانستان کې تازه د سردار محمد داود خان دوره پیل شوې وه او د پرمختگ خبرې کیدې، خو افغانستان یوازې د فوټبال او بزکشي درلوده.

کرېکټ یوازې هغو پیژندو چې انگلستان یا د انگلستان مستعمرو ته ېې سفرونه کړي وو. په انگلستان کې د کرېکټ نړیوال جام په لومړي ځل ویسټ انډیز وگټه .

بیا چې کله څلور کاله پس په ١٩٧٩ کې بیا په انگلستان کې د کرېکټ دویم نړیوال جام کیده، نو په افغانستان کې د ثور د کودتا دویم کال و، د شوروي اتحاد قواوې د افغانستان په لور را روانې شوې وې او میلیونونو افغانان پاکستان ته مهاجرشول. ویسټ انډیز دغه دویم جام هم وگټه او افغانان ورنه په پاکستان کې خبر شول، چې کرېکټ په نوم یوه لوبه هم دنیا کې شته.

د کرېکټ درېیم نړیوال جام سیالۍ په کال ١٩٨٣ کې په درېیم ځل په انگلستان کې وشوې، دا هغه کال دی چې افغانان د پاکستان په مهاجر کمپونو کې اوسېدل، افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد سخته جگړه روانه وه، د مجاهدینو بچیانو له خپلو کمپونو سره نزدې پاکستاني هلکان لیدل چې کرېکټ کوي، دوی هم ورسره ورگډ شول او دغه لوبه ېې زده کړه، د دغه کال جام هند وگټه، دغه خبر افغانانو په پاکستان کې واورید، او په خوند ېې واورید، ځکه چې اوس د دې لوبې سره اشنا شوي وو.

هغه خوب چې تاج ملوک علم، محمد نبي او حمید حسن په پېښور کې، د کډوالۍ په کمپونو کې لیدلی و، اوس رښتیا شو.
هغه خوب چې تاج ملوک علم، محمد نبي او حمید حسن په پېښور کې، د کډوالۍ په کمپونو کې لیدلی و، اوس رښتیا شو.

د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ د انگلستان نه اسیا ته راغلې، په لومړي ځل هند او پاکستان په شریکه د دې سیالیو کوربتوب وکړو. پاکستان کې میشت افغانانو په کال ١٩٨٧ کې دغه سیالۍ د پاکستان په تلویزونو ولیدې. هغه وخت د افغانستان د کرېکټ د ملي ټیم کپتان محمد نبي دوه کلن و چې اسټرالیا په لومړي ځل د کرېکټ نړیوال جام وگټه او دا به چا ویل چې دغه افغان مهاجر ماشوم به ۲۸ کاله پس افغانستان نه اسټرالیا ته ځي او د خپل د کرېکټ د ملي ټیم کپتان به وي او اسټرالیا سره به مخامخ کیږي.

د کرېکټ نړیوال جام پنځمې سیالۍ په کال ١٩٩٢ کې ترسره شوې، دا ځل کوربه قهرمان هیواد اسټرالیا او نیوزي لینډ وو، دغه کال افغانستان کې د تحول کال و، د نړیوال جام قهرماني پاکستان وگټله، نو پاکستان کې میشت افغانان هم ورسره خوشاليو کې شریک وو او په کرېکټ مین هر افغان دا ارمان درلود چې دی به هم بېرته خپل وطن ته لاړ شي او کابل او کندوز کې به کرېکټ کوي، خو بیا کابل کې د جهادي ډلو ترمنځ جنگونه ونښتل او د کابل د لوبو میدانونه د جنگ په ډگرونو بدل شول.

د کرېکټ د نړیوال جام شپږم پړاو په کال ١٩٩٦ کې بیا د هند او پاکستان نه علاوه د سرېلنکا په کوربتوب ترسره شوې چې فاینل کې سرېلنکا او اسټرالیا د لاهور په میدان کې مخامخ شول او سري لنکا په لومړی ځل دغه جام وگټه .

دا هغه کال و چې کابل کې د طالبانو تحریک د مجاهدینو حکومت نسکور کړ او خپل نظام ېې قایم کړو. کرېکټ په دغو وختو کې د افغانستان یو شمیر سرحدي ولایتونو کې عام شوی و، او د افغانستان د کرېکټ د موجوده نظام اساس هم اېښودل شوی و او کرېکټ منظمې لوبې پیل شوې و.

بیا په کال ١٩٩٩ کې چې کله افغانستان کې د طالبانو د واک درېیم کال و، کرېکټ د مهاجر کمپونو نه د کابل په شمول ډېرو برخو کې عام شوی و، د کرېکټ د اوسني ټیم لوبغاړي هم د یو بل سره اشنا شوي وو او د ملي ټیم د جوړېدو په لور روان وو، د کرېکټ د ملي فدراسون اساس کیښودل شو. دغه وخت و چې د کرېکټ د نړیوال جام اوومې سیالۍ په انگلستان کې څلورم ځل ترسره شوې، په فاینل کې پاکستان ډیر بد شکست وخوړ او اسټرالیا په دویم ځل دا جام وگټه.

د کرېکټ نړیوال جام اتم ځل په کال ٢٠٠٣ کې د نړیوالو ټیمونو مخې ته په جنوبي افرایقا کې کېښودل شو. د افغانستان سیاسي نقشه بدله شوې وه. افغانستان کې دیموکراسي او نوی دور پیل شوی و. افغانان په زیات شمیر کې پاکستان نه ستانه شول. د کرېکټ لوبه مخکې لاړه .ملي ټیم رسما جوړ شو. نو هغه خوب چې دوی په ماشومتوب کې لیدو هغه ورته په ریښتیا کېدو ښکاره شو. اتم جام هم اسټرالیا پورته کړو.

د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم چې کرېکټ په نړیواله صحنه کې داخل شو. د درېیمې درجې ملکونو سره سیالۍ پیل کړې. نو ورسره افغانستان هم د دیموکراسۍ یوه دوره بشپړ کړې وه او مخ په وړاندې روان شوی و. د کرېکټ نړیوال جام دپاره په کال ٢٠٠٧ کې په ویسټ انډیز کې ترسره شوې، اسټرالیا بیا قهرمان شو.

هغه وخت افغانستان د اسټرالیا نه په درجو کې ډیر لرې و خو لس کاله نه کم وخت کې افغانستان ځان ورسوه.

د ٢٠٠٧ او ٢٠١١ نړیوال جام ترمنځ موده کې د افغانستان د کرېکټ ټیم دومره وده اوپرمختگ کړی و چې قریب و چې د کرېکټ د کال ٢٠١١ په جام کې برخه واخلي، خو لکه چې قسمت ېې دغه برخه څلور کاله پس ٢٠١٥ کال ته ساتلې وه.

د انگلستان د جرسي د ټاپو هغه صحنه نن هم د خلکو نه هیریږي چې د کوربه هیواد سره ېې سیالي وه او د افغانستان لخوا هستي گل عابد شپږیزه ووهله، ورور تاج ملوک عالم ېې د خوشالۍ نه په ژړا و، افغانستان د کرېکټ ونه د هغو اوښکو په اوبه ښیرازه شوېده

د کال ٢٠١١ نړیوال جام په هند کې وشو او هند وگټه، افغان ځوانانو ورته دا ځل د تماشيي په سترگه نه د راتلونکي حریفانو په سترگه گتل. ځکه چې دوی هوډ کړی و چې داځل ونشو نو بل ځل به حتما رسیږو او هغسې وشو.

نن دا دی افغانستان کې په میلیونونو خلک کرېکټ سره بلد دي. تلویزونونه ېې په ژوندۍ بڼه ښيي. په ولایتونو او ولسوالیو کې د کرېکټ ټورنمنټونه کیږي. د کرېکټ ملي ټیم ،الف ټیم، ۱۹کلن ټیم، ۱۶ کلن ټیم او د هرې سیمې ټیم فعال دی. د کرېکټ مجهز میدانونه دي، نړیوالې سوېې اکاډمي دي، د یو وزارت نه هم پراخ کرېکټ بورډ دی. نړیوال روزونکي لري، د راتلونکو څو کلنو پورې ېې د سیالیو تقسیم اوقات جوړ دی او خارجي ملکونه ورته د ټیمونه رالیږلو تابیا لري او افغانستان پخپله په نړیوال جام کې لوبیږي.

د افغانستان خپل تاریخ او د افغانستان د کرېکټ تاریخ یو بل ته ورته دی. د لوړو ژورو ډک ، د نازک او حساسو شیبو یوه مجموعه، فتحې او ناکامۍ ، مبارکۍ او تسلیت. دنیا سره بلدېدل او دنیا سره ځلیدل.

د کرېکټ ملي لوبډله، بس لوبیدله او لوبېدله، ځلیدله او ځلېدله اخر نړیوال جام ته ورسېدله.

یوخوب چې تاج ملوک علم د پېښور د کچه کړۍ په کمپ کې، محمد نبي په ناصر باغ کې، حمید حسن په شاهي باغ کې او افغانانو په دې ټولو ناخوالو کې لیدلی و،هغه نن ریښتیا شوی دی.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG