د لاس رسي وړ اتصالات

کرېکټ: اسټرالیا افغانستان ته په ۲۷۵ منډو ماتې ورکړه


د سمت او وارنر د ۲۷۴ منډو ګډې ملګرتیا افغانستان ته تر ۴۰۰ رنزونو،هدف ورپورته کړ
د سمت او وارنر د ۲۷۴ منډو ګډې ملګرتیا افغانستان ته تر ۴۰۰ رنزونو،هدف ورپورته کړ

له اسټرلیا سره په لوبې کې افغانستان پچه وګټله، خو کپټان محمد نبي د توپ اچوونې پرېکړه وکړي. ښايي هغه به فکر کړی وي چې میدان او پیچ د تېزو توپ اچوونکو لپاره ښه دی او ممکن اسټرالیا ته سرخوږی جوړ شي، خو داسې ونشول.

دغه لوبه د اسټرالیا په پرت لوبغالي کې وشوه.

اسټرالیا په ۵۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۴۱۸ منډو هدف ورکړ، خو د افغانستان ټوله لوبډله په ۳۸ اور کې په ۱۴۲ منډو وسوځېده. دا په نړیوال جام کې تر دې دمه تر ټولو لوړ هدف بلل کیږي.

کپټان محمد نبي وویل چې اسټرالیايي لوبغاړو ښه بېټینګ او ښه باولینګ وکړ، ځکه يې لوبه وګټله.

اسټرالیا چې څلور وارې د نړیوال جام اتلولي ګټلې ده، اوس د کرېکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې اول ده او افغانستان بیا ۱۲ دی. نن هم اسټرالیا د اول نمبر لوبډلې په څېر او افغانستان د ۱۲ نمبر لوبډلې په څېر لوبه وکړه.

ښايي د افغانسستان د دومره سترې ماتې یوازیني علت د کپټان او یا ښايي د روزونکي پرېکړه وبلل شي چې له پچې ګټلو وروسته یې اسټرالیا ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه، معمولآ هغه لوبډلې لومړی باولینګ کولو ته خوشحاله وي چې پياوړي او ښه منډه جوړوونکي ولري چې د افغانستان لوبډله داسې نه ده. د امریکا غږ پر فیسبو پاڼې ګڼو مینوالو هم د ښاغلي نبي پر دغې پرېکړې نیوکه کړې ده، خو موږ نه پوهېږو چې د افغان لوبډلې اصلي پلان څه و؟

که څه هم دولت ځدراڼ په خپل دویم اور کې د اسټرالیا تیز منډه جوړوونکی فینچ وسوځوه، خو ډیویډ وارنر او سمت داسې مضبوط ودرېدل ته وا دوی یوازې د منډو جوړولو لپاره راوتلي دي او سوځېدل نه مني.

د ډیویډ وارنر او سمت د ۲۷۴ منډو ګډې ملګرتیا د محمد نبي عیسی خیل دا پرېکړه غلطه ثابته کړه چې لومړی باولینګ وکړي.

ډیویډ وارنر ۱۷۸ منډې وکړې چې دا يې د کرېکټ د یوې ورځنیو لوبو په تاریخ کې تر ټولو لوړې منډې دي، ده ۵ شپږیزې او ۱۹ څلوریزې ووهلې.

افغان توپ اچوونکي

افغان توپ اچوونکي چې په تېرو دریو لوبو کې ښه ځليدلي او ستایل شوي وو، د اسټرالیا په وړاندې هاغسې ونه ځلېدل، ښايي علت یې هم د اسټرالیا پیاوړي توپ وهوونکي وي چې هر چېرته او په خاص ډول په خپل کور کې د نړۍ هر ډول توپ اچوونکو ته سرخوږی جوړولی شي.

شاپورځدراڼ په لسو اورونو کې ۸۹ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي يې وسوځول، حمید حسن په لسو اورونو کې ۷۰ منډې او دولت ځدران بیا په لسو اورونو کې ۱۰۱ منډې ورکړې، دوی یو یو لوبغاړي هم وسوځول.

محمد نبي په لسو اورونو کې ۸۴، سمیع الله شینواري په پنځو اورو نو کې ۳۴ منډې او جاوید احمدي په څلورو اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې. نوروز منګل وروستی اور وکړ، ۱۴ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې هم وسوځوه.

په افغان منډه جوړوونکو کې بیا تر ټولو ډېرې ۳۳ منډې د نوروز منګل او ۲۴ د نجیب ځدراڼ وې.

افغانستان خپله پنځمه لوبه د مارچ په اتمه انګلېنډ سره کوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG