د لاس رسي وړ اتصالات

هغه انګریزه چې د افغانستان د کرېکټ مور بلل کیږي


سارا فېن د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو په منځ کې ولاړه ده.
سارا فېن د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو په منځ کې ولاړه ده.

د انګلستان ډاکټره ساره فېن د افغانستان په ښونځیو کې د کرېکټ د لوبې د ښوونې او روزنې د پاره د تېرو لسو کالو راهیسې کار کوي او زرګونه لوبغاړي يې روزلي دي.

ساره فېن د تېرو دریو لیسزو نه د افغانستان په مختلفو برخو کې خدمتونه ترسره کوي. هغې په اتیاومه لسېزه کې د ډاکټرې په حيث د افغان مجاهدینو درملنه کوله، بیا ېې د جګړې نه پس د افغانستان بیا رغونې کې نورو سره لاس یو کړو او ښونې روزنې او مکتبونو جوړونې ته ېې ملاوتړله.

په کال ۲۰۰۲ کې د افغان کنکیشن په نوم ېې موسیسه جوړه کړه او د مکتوبونو رغولو او د ښونځیو د فعالولو کار یې په یوې مبارزې بدل کړو.

آغلې فېن وايي چې یوه ورځ په یو مکتب کې راته یو شاګرد وویل چې افغانستان د کرېکټ فدراسیون لري او کومک ته ضرورت لري، نو هغې د لندن مشهور کرېکټ کلب میليبورن کرېکټ کلب یا ایم سي سي سره اړیکه ونیوله او د افغانستان د کرېکټ سره ېې د مرستې خبره وکړه.

له هماغه ورځې راهیسې ده چې میرمن فېن او ملګري يې د افغانستان په مختلفو برخو کې د کرېکټ د لوبې ځایونه او لوبغالي جوړوي، په ۲۲ ولایتونو کې د کرېکټ دپاره مکتبونو کې امکانات برابر کړي.

د کرېکټ د ملي ټیم د لوبغاړو په مرسته يې ورته د روزنې پروګرامونه ترتیب کړي. د کرېکټ څارونکو ته ېې د روزنې پروګرامونه تنظیم کړي او د کرېکټ وسایل يې وړیا ورته رسولي.

سارا فېن وايي هغه مهال چې په افغانستان کې لا ډېرو خلکو کرېکټ نه پېژنده، دې له افغان لوبغاړو او کرېکټ سره مرستې کولې.
سارا فېن وايي هغه مهال چې په افغانستان کې لا ډېرو خلکو کرېکټ نه پېژنده، دې له افغان لوبغاړو او کرېکټ سره مرستې کولې.

میرمن فېن وايي چې هغه وخت چې د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم یو وړوکی او نیمګړی د کرېکټ میدان او فیدراسیون درلوده نو دې ورته دکرېکټ سامان لکه بال بیټ وېکټې پیډونه او نور وسایل وروړل او تاج ملکوک عالم ته ېې سپارل.

دغو ورځو کې افغانستان د انګلستان سره نزدې په جرسي کې په روانو سیالیو کې په لوبو بوخت و او د کرېکټ د ۲۰۱۱ کال نړیوال جام ته د ورتللو خوبونه یې لیدل.

هغه خوب خو په خپل وخت ریښتیا نه نشو، خو شپږ کاله پس په اسټرالیا کې په حقیقت بدل شو.

ډاکټر فېن وايي چې ماته دا یو خوب ښکاري چې افغانستان به یوه ورځ زما د هېواد د انګلستان د کرېکټ ټیم سره نړیوال جام کې مخامخ کیږي.

نوموړې وايي چې ما چې د افغان بچیانو په سترګو کې کومه ځلا لیده، کومه ولوله چې د کرېکټ د زدکړې په وخت ېې ښودله ،نو ما ویل چې دوی به یو ورځ نړۍ حیرانه کړي او نن هماغسې وشو.

هغه وايي چې جنګونو او بحرانونو د افغانستان نه هر څه واخیستل خو د افغانانو نه ېې د امید او هیلو روحیه وانخیسته.

هغه وايي چې ما د افغانستان په مکتبونو کې اول د کرېکټ د ښونې پروګرام پیل کړو نو د سلو کسانو دپاره به مې تابیا ونیولهاو د زرو نه زیات ماشومان به حاضر شو.

د کرېکټ ملي ټیم پخواني کپتان او روزنکي ریس احمدزي دې لړ کې ډیر کومک او خدمت کړیدی.

رئیس احمدزی د آغلې فېن په اړه وايي چې میرمن فېن د افغانستان د کرېکټ سره ډیره مرسته کړیده. موږ د هغې په مرسته د افغانستان اویا سلنه برخه کې د کرېکټ لوبه عامه کړې ده.

د کرېکټ میدانونه مو رغولي دي. شاګردانو نه علاوه استاذانو ته مو هم د کرېکټ زدکړه ورکړې ،ترڅو هغوي نور شاګردان وروزي.

د افغانستان کرېکټ ملي ټیم د مارچ په ۱۳ د کرېکټ په نړیوال جام کې انګلستان سره مخامخ کیږي . ډاکټر ساره فېن نه پوښتنه وشوه چې تاسو د کوم ټیم ملاتړ کوئ نو وې خندل او وې ویل چې زړه مې افغانستان سره دی.

هغه وايي چې ما دپارهدا ډیر د خوشالۍ ځای دی چې د افغانستان نوم د کرېکټ په سترو میدانونو کې یادیږي.

دومره لږ وخت کې دومره ستر مقام ته رسیدل ،ډیره ستره کامیابي ده هغه وايي د افغانستان د کرېکټ اینده ډیره روښانه ده او اوس افغانستان د کرېکټ د میدانونو یو برخه ګرځیدلی او نور به هم ځلیږي.

ځکه چې د کرېکټ د لوبغاړو یو پیاوړی لښکر ېې شاته ولاړ دی ، چې په مهارت او ملي احساس سمبال دی.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG