د لاس رسي وړ اتصالات

کرېکټ: افغانستان خپله وروستۍ لوبه انګلېنډ ته وبایلله


له انګلېنډ سره د افغانستان په لوبې کې ، که څه هم باران د لوبې خونند او رنګ خرابه کړ، خو لانګلېنډ وګټله.
له انګلېنډ سره د افغانستان په لوبې کې ، که څه هم باران د لوبې خونند او رنګ خرابه کړ، خو لانګلېنډ وګټله.

افغانستان د کرېکټ د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام سفر، انګلېنډ ته د خپلې وروستۍ لوبې په بایللو پای ته ورسوه. د اسټرالیا د سډني په باراني موسم کې د انګلېنډ بخت بېداره و چې کپټان يې پچه وګټله او افغانستان ته يې د منډو جوړلو بلنه ورکړه.

دا لومړی وار و چې دغه لوبډلې په دا ډول لوبو کې له یو بل سره مخامخ شوې وې.

لوبغالی لوند او د انګلېنډ د تېزو بالرانو لوبول، له شک پرته چې افغان منډه جوړوونکو ته ستونزمن و. افغان لوبغاړو يوازې ۳۲ اورونه او دوه بالونه ولوبول، چې اووه تنه یې وسوځېدل او ۱۱۱ منډې يې وکړې، خو درې ځلې پرلپسې بارانونو لوبه ټکنۍ او ځنډنۍ کړه او افغانستان هم خپله پاڼۍ پوره خلاصه نکړه.

اورونه او منډې دواړه کم شول، انګلېنډ ته په ۲۵ اورونو کې د ۱۰۱ منډو هدف ورکړل شو، چې انګلېنډ په ۲۰ اورونو کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو دغه هدف پوره او لوبه یې وګټله.

په افغان منډه جوړوونکو کې شفیق الله شفق او ناصر جمال ته په لومړي ځل په نړیوال جام کې د لوبېدو چانس ورکړل شوی و، شفق تر ټولو ډېرې ۳۰ منډې وکړې خو ناصر جمال بیا په څه باندې ۵۰ توپونو یوازې ۱۷منډې وکړې.

کپټان نبي ۱۶، نجیب ۱۲، افسر شپږ، جاوید اووه، سمیع اووه او نوروز څلور منډې وکړې.

افغانستان په نړیوال جام کې په خپلو شپږو لوبو کې یوازې سکاټلېنډ ته ماتې ورکړه، پر انګلېنډ، نیوزلېنډ، اسټرالیا، سرېلنکا او بنګلدېش يې وبایللې.

سره له دې چې دا لومړی وار چې افغانستان په داسې نړیوال جام کې ولوبېده، خو د افغان لوبغاړو لوبه او استعداد وستایل شو.

افغان لوبغاړي به اوس بېرته کابل ته ځي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG