د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان نن د کرکټ نړیوال جام کې هانګ کانګ سره سیالي لري


افغانستان د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام د دویمې سیالۍ دپاره نن د هند د ناګپور په کرکټ میدان کې د کابل په وخت شپږ نیمې بجې د هانګ کانګ د کرکټ ټیم سره مقابلې دپاره مخامخ کیږي.

هانګ کانګ د کرکټ ټیم سره په دې نیزدو وختونو کې افغانستان څلور ځله مخامخ شویدی او هغې کي هر یو ټیم دوه دوه شل اوریز ګټلي ،یعني د ګټې او بایلات حساب ېې مساوي دی او ننۍ لوبه په ډیرو سببونو دواړو ته ارزښت لري.

د افغانستان د بري راز د مـحمد شهزاد توپ وهنه کې لیدل کیږي
د افغانستان د بري راز د مـحمد شهزاد توپ وهنه کې لیدل کیږي

افغانستان دپاره دا سیالي ګټل ځکه مهم دي چې افغانستان د کرکټ د روان شل اوریز جام سیالیو کې خپله لومړۍ سیالي د سکاټ لینډ نه ګتلې ده او پاتې دوه نورې سیالۍ هم چې وګټي نو د نړیوال جام بل پړاو ته لاره ومومي ،چرته چې به د اولې درجې څلورو ټیمونو انګلستان سري لنکا ویسټ انډیز او جنوبي افریقه سره مخامخ کیږي.

هانګ کانګ دپاره ېې ارزښت په دې کې دی چې دوي خپله لومړۍ سیالي زمبابوې ته بایللې ده او که نن د افغانستان نه هم ماتې وخوري نو نړیوال جام کې د پرمختګ چانس به ېې ختم شي او بیرته به کور ته ستون شي.

د کرکټ په شل اوریزو سیالیو کې د افغانستان او هانګ کانګ سیالۍ ډیرې جالبې بلل کیږي ،ځکه چې دوي اسیا کې د دویمې درجې کرکټ ټیمونو دي او غواړي چې یو بل ته ماتې ورکړي او ځان مطرح وساتي.

په تیره شل اوریزه سیالۍ کې چې د اسیا جام د غوراوي دپاره وې افغانستان په ډیر لوی توپیر هانګ کانګ ته ماتې ورکړې وه چې هغې کې د نجیب ځدران د غوره لوبې او توپ اچونکو کمال ډیر رول درلودو. نو نن هم چې هانګ کانګ سره لوبه په کوم میدان کیږي هغه هم د سلو یا اهسته توپ اچونکو سره کومک کوي ،نو هانګ کانګ به هم د افغانستان د دغه قوت نه ډار کوي.

خو د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان اصغر ستانکزی وايي چې موږ یو ټیم هم ضعیف نه ګڼو او نه دې ته ګورو چې تیره سیالیو کې مو څنګه مات کړي وو بلکې د هرې نوې لوبې دپاره نوی پلان جوړو او زیار باسو.

د حمید حسن مینه وال په ننۍ سیالۍ کې د هغه د لیدو په تمه دي
د حمید حسن مینه وال په ننۍ سیالۍ کې د هغه د لیدو په تمه دي

افغانستان د سکاټ لینډ خلاف سیالۍ کې د توپ اچونکو په پرتله زیات توپ وهونکي په ټیم کې ځای کړي وو او نتیجه ېې دا شوه چې نجيب ځدران او سمیع الله شینواري غوندې توپ وهونکو ته د لوبې نوبت هم ونه رسید،نو احتمال دی چې یو توپ وهونکی کم شي او حمید حسن او شاهپور ځدران ته چانس ورکړي.

په تیرو شل اوریزو سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ټیم د بري راز د محمد شهزاد غوره لوبه بلل شوې او هانګ کانګ به هم دا هڅه کوي چې د شهزاد مخه زر تر زره ونیسي .شهزاد دا وخت د کرکټ د شل اوریزو په لومړیو غوره توپ وهونکو کې شامل دی.

نن به د افغانستان د کرکټ مینه وال د خپل ملي ټیم د هانګ کانګ په مقابل کې د یو بل بري انتظار کوي خو د بري نه مخکې د کرکټ ملي ټیم لوبغاړو دا هیله کړې چې د بري په خوشالیو کې ډزو نه ډډه وکړي ،او خوشالي دې په خیر او خوښۍ ونمانځي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG