د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو په ورځ د امنیت د ټینگیدو عامل په بل ځای کې ؤ


afghanistan election kabir ranjbar
afghanistan election kabir ranjbar

د افغانستان د ولس پرونیو رای اچوونو، وښوده چې افغانان څومره د دموکراتیکو اصولواود قانون طرفدار دي.

د انتخاباتو، د گډوډولو د گواښونو با وجود پرون، د ابتدایي معلوماتو له قراره، اوه ملیونه افغانانو رای واچولې.ولس ته ددغه فرصت د برابرولو نه داسې ثابته شوه چې، د افغانستان پوځ او پولیس اوس د خپلو چارو د سمبالولو کافي لیاقت او کفایت لري.د انتخاباتو نه مخکې، په کابل کې د سرینا په هوټل ، د انتخاباتو په اداری او څو نورو ځایونو کی ځان مرگي حملې وشوې. د رپوټونو له قراره دا حملی ددی دپاره وشوې چې خلک وویریږي او د رای اچوونې په ورځ د کوره ونه وځي

سوال دادی چې د افغانستان پوځ او پولیسود انتخاباتو نه مخکې ولې دغه قوت او قدرت نه لاره چې د انتخاباتو په ورځ یې امنیت داسې ټینگ کړو چې ډیر خلک ورته حیران شول.

د افغانستان د پارلمان پخوانی غړی او حقوق پوه کبیررنجبر وايي هغه مطمین دی چې ددغه امنیت غټ عامل په بل ځای کې ؤ چې د انتخاباتو په ورځ گډوډي جوړه نه شوه، اوهغه عامل، خارجی عامل ‏ ؤ. د افغانستان د انتخاباتو په هکله یوه نړیواله اجماع موجوده وه چې گاونډی هیواد و نه غوښتل چې انتخابات گډوډ کړي.

رنجبر وایي یقنیا چې نړیوالې ټولنی په پاکستان باندې ډیرقوي فشار اچولی ؤ چې هغوی یې دې ته مجبور کړل چې داسی یوه پریکړه وکړي چې په افغانستان کی انتخابات گډوډ نه شي.
کبیررنجبر زیاته کړه که دغه فشار په دایمي ډول په پاکستان باندې موجود وي، په افغانستان کې ، د سولې د راتلو په خاطر، د طآلبانو سره زر، د سولې خبرې شروع شي.

کبیررنجبر وایي، دا یو واقعیت دی چې د انتخاباتو په ورځ پوره امنیت ‏ُُؤ، خو کومه معجزه نه ده شوی.

د ښاغلي رنجبر سره د زیبا خادم مرکه دلته اوریدلی شی.
please wait

No media source currently available

0:00 0:10:35 0:00
مستقیمه لیکه


XS
SM
MD
LG