د لاس رسي وړ اتصالات

بسم الله محمدي: د لاجوردو په قاچاق کې لاس نلرم


بسم الله خان محمدي د افغانستان د لوی درستیز، کورنیو چارو وزرات او دفاع وزرات په مقامونو دندې ترسره کړې دي.

بسم الله خان محمدي د افغانستان د لوی درستیز، کورنیو چارو وزرات او دفاع وزرات په مقامونو دندې ترسره کړې دي.

د افغانستان د دفاع وزارت پخواني وزیر بسم الله محمدي د بدخشان د لاجوردو د کانونو په استخراج او قاچاق کې هر ډول لاس درلودل رد کړل.

ښاغلي محمدي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د بدخشان د لاجوردو په اړه په رپوټ کې د هغه ښکیلول هیڅ بنسټ نه لري او که اړتیا وه، دی کولی شي چې د رپوټ په نشراتي ارگان باندې د "اعاده حیثیت" دعوا وکړي.

څو ورځې وړاندې د گلوبل ویټنس په نوم یوه تحقیقاتي مرکز د افغانستان د معدنونو په اړه رپوټ خپور کړ چې په هغه کې یې د ولسي جرگې د ځینو غړو په شمول د بسم الله محمدي نوم اخیستی و چې د یو سیمه ایز قوماندان ملاتړ کوي او د لاجوردو په گټه کې شریک دی.

په رپوټ کې راغلي دي چې ښاغلی محمدي د کران و منجان په ولسوالۍ کې د لاجوردو په کانونو باندې د جمعیت اسلامي د قوماندان عبدالمالک ملاتړ کوي او د لاجوردو گټه په خپل منځ سره تقسیموي.

بسم الله محمدي نن خبریالانو ته وویل چې رپوټ کاملاً بې بنسټه دی او هیڅوک هیڅ ډول اسناد او شواهد نه لري چې دی د لاجوردو په قاچاق کې لاس لري.

بسم الله محمدي زیاته کړه "دا تورونه چې گواکې ما دې د بدخشان د لاجوردو په قاچاق کې د چا ملاتړ کړی وي، او یا ما گټه ورڅخه اخیستي وي، بې بنسټه ادعا ده او زه یې په اوریدلو حیران شوم."

گلوبل ویټنس په خپل رپوټ کې ویلي دي چې د بدخشان د معدنونو د کنټرول په لړ کې ډیر غیرمتجانس ائتلافونه رامینځته شوي دي چې په ځینو موردونو کې طالبان، محلي قوماندانان او د حکومت جگپوړي غړي په یوه کتار کې دریږي.

په دې رپوټ کې د بسم الله محمدي او عبدالمالک برسیره په ولسي جرگه کې د بدخشان د استازو زلمي مجددي او ذکریا خان نومونه هم راغلي دي، خو دوی دواړو امریکا غږ ته وویل چې د بدخشان د لاجوردو په قاچاق کې لاس نلري.

XS
SM
MD
LG