د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې بیا پیل کیږي


د افغانستان، پاکستان، چین او متحده ایالاتو ترمنځ درییمه څلور اړخیزه غونډه په راتلوونکو دوو ورځو کې په اسلام آباد کې کیږي.

د افغانستان، پاکستان، چین او متحده ایالاتو ترمنځ درییمه څلور اړخیزه غونډه په راتلوونکو دوو ورځو کې په اسلام آباد کې کیږي.

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ویلي دي تمه ده چې د طالبانو سره د سولې خبرې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې پیل شي.

عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ د رویترز اژانس سره په مرکه کې د طالبانو ترمنځ رامنځ ته شوي انشعاب ته په اشارې ویلي دي چې ښایي دغه ډله به د تاوتریخوالي نه لاس په سر شي.

د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر، د مړینې د خبر په خپریدو سره د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې وځنډیدلې.

ښاغلي عبدالله وویل چې د ملا عمر مړینې طالبانو سخت سره جلا او د سولې خبرې یې پیچلې کړې. هغه وویل "د طالبانو په منځ کې داسې ډلې شته چې ښایي خبرو ته لیواله وي او غواړي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي."

د افغانستان اجرائیه رئیس وویل چې حکومت د طالبانو د یو شمیر هغوډلو سره چې د سولې خبرو ته لیواله دي اړیکې نیولې دي. خو هغه په دې هکله زیات جزئیات ور نه کړل.

دا په داسې حال کې دي چې تر دوو راتلونکو ورځو پورې د افغانستان، پاکستان، چین او متحده ایالاتو ترمنځ درییمه څلور اړخیزه غونډه په اسلام آباد کې کیږي چې هدف یې د افغانستان د سولې خبرو ته د زمینې برابرول دي.

عبدالله عبدالله د افغانستان د سولې د بهیر په افغانيتوب باندې په ټینگار سره په دې بهر کې د چین رول مهم وگاڼه. هغه وویل چې بیجینگ هم د شینژیانگ په ایالت کې د اسلامپالو له یاغیگرۍ سره مخامخ دی او د پاکستان سره د نژدې اړیکو په لرلو سره کولای شي د افغانستان د سولې په خبرو کې مهم رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG