د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله:د ژغورنې په عملیاتو کې د یرغملو خوندیتوب مهم دی


ښاغلي عبدالله وایي، افغان حکومت به له داسې اقداماتو کار واخلي چې یرغمل شوي مسافر په خوندي ډول وژغورل شي.
ښاغلي عبدالله وایي، افغان حکومت به له داسې اقداماتو کار واخلي چې یرغمل شوي مسافر په خوندي ډول وژغورل شي.

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د جمعې په ورځ د ۳۱ یرغمل شویو مسافرو د کورنیو له غړو او د مدني ټولنو یو شمیر استازو سره په هغه خیمه کې ولیدل، چې د دغو مسافرو د خلاصون لپاره د کابل په زرنګار پارک کې له ۵ ورځو راهیسې وهل شوې ده

ښاغلي عبدالله د یرغمل شویو کورنیو او فعالینو ته د یرغمل شویو د خلاصون په برخه کې د حکومت له اړخه د جدي اقداماتو ډاډ ورکړ.

اجرائیه رئیس، د ۳۱ مسافرو د یرغمل نیونکو لخوا د ۱۲ بندیانو د خوشې کولو د وړاندیز په اړه وویل، حکومت به پر داسې عمل لاس پورې نکړي چې یرغمل نیونه په افغانستان کې پر یو دود بدله شي.

ښاغلي عبدالله وویل، افغان حکومت به له داسې اقداماتو کار واخلي چې یرغمل شوي یودیرش مسافر په خوندي ډول وژغورل شي.

هغه وویل "هر اقدام چې تر سره کیږي، ورکې به د یرغمل شوو سلامتیا په پام کې ونیول شي، چې په سلامتۍ وژغورل شي او په ورته وخت کې داسې دود رامنځ ته نشي چې د نورو خلکو امنیت له ګواښ سره مخ کړي خو په دې اړه چې کوم اقدامات تر ټولو ښه دی او کوم اقدام موږ خپلو داوړو موخو ته نږدې کولی شي مشخصی خبرې نه کوم".

د یرغمل شویو د کورنیو د یو شمیر غړو پر وینا، یرغمل نیونکو د زابل د ولایتي شورا غړو ته ویلي چې د ۳۱ برمته شوو مسافرو په بدل کې دې حکومت د هغوی دولس بندیان خوشې کړي.

خو اجرائیه رئیس چې د یرغمل شوو د خلاصون لپاره د حکومت د هلو ځلو په اړه د رسنیو په وړاندې د یرغمل شویو د کورنیو غړو ته معلومات نشو ورکولی، له هغوی څخه یې وغوښتل چې د ملي امنیت د شورا په یوه غونډه کې به ورته د ګډون زمینه برابره کړي، هلته به هغوې خپلې غوښتنې وړاندې او په همدې توګه په دې برخه کې به د حکومت د هلوځلو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

هغه وویل "زه زمینه برابروم، چې د امنیت شورا په غونډه کې د کورنیو یو شمیر غړي او یو دوه کسه له مدني ټولنې څخه راشي او څومره وخت ته چې تاسې اړتیا لرئ باید تاسې ته درکړل شي او هر نظر او هره لاره چې تاسې فکر کوی ګټور به ثابت شي، له موږ سره یې شریک کړئ".

نږدې دوه میاشتې مخکې ۳۱ تنه مسافر چې له ایران څخه راستانه شوي وو د کابل – کندهار پر لویه لار د زابل ولایت په شاهجوی ولسوالی کې د ناپیژنده وسله والو لخوا برمته او نامعلوم ځای ته ولیږدول شول، چې تر اوسه یې برخلیک روښانه شوی نه دی.

له دې مخکې ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې د دغو مسافرو له ډلې دوه تنه یې د یرغمل نیوونکو لخوا وژل شوي دي خو د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست دغه راپورنه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG